په سوریه کې د وروستي کیمياوي برید په وړاندې د امریکا متحده ایالاتو پر دې هېواد د احتمالي پوځي برید خبرداری ورکړی.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ګواښ کړی چې د سوریې په دوما ښار کې پر ملکي وګړو د مشکوک کیمیاوي برید په غبرګون کې ښايي د دمشق پر ضد پوځي اقدام وکړي.
خو روسیې چې د بشارالاسد د رژیم کلکه ملاتړې ده، خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې په سوریه کې هر راز پوځي اقدام به ناوړه عواقب ولري.
ولسمشر ټرمپ تېره شپه ناوخته له پوځي سلاکارانو سره د کتنې پر مهال وویل، د دې حملې په ځواب کې احتمالي اقدام به په پوره ځواک وشي.
ټرمپ زیاته کړه چې متحده ایالات دې ډول بېرحمیو ته اجازه نهشي ورکولای او ډاډ یې ورکړ چې د هغو مخنیوی به وکړي.
ټرمپ وویل، امریکا څو ډوله اقدامات کولای شي او په اړه بهیې خلکو ته ډېر ژر معلومات ورکړي.
ښاغلي ټرمپ وروسته د فرانسې له ولسمشر امانوئل مکرون سره په کتنه کې هم د امریکا د احتمالي اقداماتو په اړه خبرې وکړې.
د مکرون دفتر وايي چې دواړو مشرانو د دې حملې په وړاندې پر قاطع ځواب موافقه وکړه.
ټرمپ مخکې ویلي وو چې د سوریې متحدین، روسیه او ایران به هم په دوما کې د دغه کیمياوي برید چې د راپورونو له مخې لږ تر لږه ۴۰ کسان پهکې وژل شوي، یو څه مسؤل وي.
ټرمپ وویل، ټول به د دې کار تاوان ورکړي، که روسیه یا سوریه او یا ایران وي او که ټول دغه درې واړه وي، دا به موږ وموندو.
روسیه او ایران د سوریې په اووه کلنه کورنۍ جګړه کې د ولسمشر بشارالاسد کلک سیاسي او پوځي ملاتړي دي.
په هغه جګړه کې چې تر اوسه پهکې سلګونه زره کسان وژل شوي او په ميلیونونه نور هم له خپلو سیمو بېځایه شوي دي.
په همدې حال کې په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هیلي په سوریه کې د کیمیاوي وسلو مشکوکې حملې ته په اشاره وویل چې نړیوال باید د سوریې په وړاندې ګډ اقدام وکړي او ژمنهیې وکړه چې که ملګري ملتونه په دې برخه کې څه ونهکړي، متحده ایالات به په یوازې سر اقدام وکړي.
نیکي هیلي د امنیت شورا غونډې ته وویل چې موږ یوې ډېرې حساسې مرحلې ته رسېدلي یوو.
نوموړې وویل:
"موږ یوې داسې مرحلې ته رسېدلې یوو چې نړۍ غواړي عدالت تأمین شي، تاریخ به دغه مرحله ثبت کړي چې امنیت شورا له مسؤلیته ځان باسي او که پرېکنده اقدام کوي او د سوریې د خلکو د ساتلو ناکامي بشپړوي، په هر حالت کې متحده ایالات به ځواب ورکړي."
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ یو کال مخکې د سوریې په خان شیخون کې د کیمياوي برید په ځواب کې د سوریې پر یوې هوایي اډې د توغندیو د برید امر ورکړی و.
په دغه کیمياوي برید کې چې سوریې یې له مسؤلیت اخیستو انکار کړی و، لږ تر لږه ۸۰ تنه وژل شوي وو.
پر سوریې د امریکا د پوځي برید خبرداري په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسیلي نبنزیا ورته خبرداري ته اړ ایست او ویېویل چې مسکو به اجازه ورنهکړي چې په سوریه کې یې ځواکونه له خطر سره مخامخ شي.
نبنزیا د امنیت شورا تر غونډې وروسته وویل، تر اوسهیې چې څه اورېدلي، داسې اندېښنه ورسره پیدا شوې چې دوی پر پوځي اقدام غور کوي چې هغه به ډېر زیات خطرناک وي.
هغه وویل، روسیې په دوما کې د پېښې ځای پلټلی او په دې اړهیې هېڅ شواهد نهدي موندلي چې کیمياوي وسلې دې کارول شوې وي.
بلخوا کرملېن وايي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دوشنبې په ورځ د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي چې پر دې موضوع پارونې او د اوازو خپرول ورته د منلو نهدي.
کرملېن په یوې اعلامیه کې ویلي چې دواړو مشرانو د سوریې پر وضعیت نظرونه تبادله کړل او د یو شمېر لوېدیځو هېوادونو لهخوا پر دمشق د کیمیاوي وسلو د کارولو د تورونو په اړه هم وغږېدل.
په عین حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دوما کې په کارول شويو کیمیاوي وسلو کې د اعصابو فلجوونکي مواد هم شامل دي، خو دمګړۍ دوی دا نهشي معلومولای چې دا کوم ډول کیمیاوي مواد دي او زیاته یې کړه، د سوریې حکومتي ځواکونه او متحدانیې روسیه او ایران نړیوالو څارونکو ته اجازه نهورکوي چې د څېړنې لپاره د برید سیمې ته ورشي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف دا ادعاوې پارونې بللي او زیاتهیې کړه چې د روسیې پوځي متخصصانو د برید په سیمه کې د کلورین زهرجن ګاز یا د بلې کومې کیمیاوي مادې نښې نېښانې نهدي موندلي.
د فرانسې ولسمشر او جرمني مشرانو هم ټینګار کړی چې د سوریې په دوما کې د کیمیاوي برید د عاملینو په وړاندې به ګډ او قوي عکسالعمل وښيي.