د امریکا متحده ایالاتو ویلي لهدې چې روسیې د بشار الاسد له رژیم ملاتړ ته دوام ورکړی، په مسکو نوي بندیزونه لګوي.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې ویلي نن دوشنبه د امریکا د خزاینو وزارت په روسیه نوي بندیزونه اعلانوي.
نیکي هیلي وویل، دا بندیزونه پهدې خاطر په روسیه لګول کېږي چې د اسد له رژیم او د دغه رژیم لهخوا په ښکاره د کیمیاوي وسلو له کارونې ملاتړ کوي.
په ملګرو ملتونو سازمان کې د امریکا سفیرې دا خبرې پرون له «سي. بي. اېس» ټلوېزیون سره په مرکه کې وکړې.
نوموړې وايي:
"تاسو به وګورئ چې په روسیې به بندیزونه اعلان شي. د خزاینو وزیر سټیوین منوچین که دا کار وار له مخه نهوي کړی، نو د دوشنبې په ورځ به دا بندیزونه اعلان کړي. بندیزونه به مستقیماً هر هغه کمپنۍ هدف وګرځوي چې د کیمیاوي وسلو په کارولو او د اسد د رژیم لپاره د تجهیزاتو په برابرولو کې یې برخه اخیستې وي."
اغلې هيلي دا هم وویل چې روسیه باید د اسد د رژیم د ملاتړ په خاطر د رامنځته شوي حالت پایلې لږ درک کړي.
اخوا د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د امریکا له تازه بندیزونو یې خبر ترلاسه کړی دی.
د دغه وزارت ویاندې ماریا زاخارووا دا بندیزونه بېځایه بللي دي.
روسیه او سوریه د سوریې په دوما کې د کیمیاوي وسلو کارول ردوي.
امریکا او ملګري یې وايي چې د اسد رژيم د اپرېل په اوومه په دوما باندې د کیمیاوي وسلو برید کړی او ۴۳ ملکیانیې وژلي دي.
امریکا، فرانسې او بریتانیا د دغو بریدونو په ځواب د شنبې په شپه د اسد د رژیم څو پوځي تأسیسات او د کیمیاوي وسلو تولیدي فابریکې په راکټونو وویشتلې.
د امریکا په مشرۍ تر دې بریدونو وروسته روسیې، سوریې او ایران تُند غبرګونونه ښکاره کړل او روسیې ان د ملګرو ملتونو له امنیت شورا د دې بریدونو د غندلو غوښتنه وکړه، خو چا یې وړاندیز ونهمانه.
روسیې ویلي، د امریکا په مشرۍ په سوریې وروستي بریدونو نړیوال قوانین نقض کړي او دا به د سوریې د کورنۍ جګړې سیاسي حللاره لا پسې سخته کړي.
اخوا امریکايي چارواکو روسیه تورنه کړې چې د سوریې د کیمیاوي وسلو د زېرمو د لهمنځه وړلو لپاره د خپلې یوې پخوانۍ ژمنې په پوره کولو کې پاتې راغلې ده.
روسیې په ۲۰۱۳ میلادي کال کې وروسته له هغه چې په دمشق کې سلګونه کسان په کیمیاوي وسلې ووژل شول له امریکا سره تړون لاسلیک کړ چې د سوریې د کیمیاوي وسلو زېرمې لهمنځه وړي.
راپور: صفيالله ستانکزی