د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲ غویی ۱۳۹۷ کابل ۱۰:۵۳

روسیې له امریکا غوښتي چې په سوریه کې د توغنديو حملې ونه‌کړي


د روسیې د ولسمشر ولادیمير پوتین وياند له امریکا وغوښتل چې په سوریه کې د توغنديو حملې نه‌کوي.

دميتري پسکوف وويل چې داسې حملې ښايي په منځني ختيځ کې بې‌ثباتي رامنځته کړي.

د کرملېن وياند نن همداراز د نورو روسي چارواکو له هغو خبرو سره همغږي څرګنده کړه چې امریکا ته‌یې خبرداری ورکړی چې د سوريې په دوما کې دې د کيمیاوي حملو په عکس‌العمل کې د سوريې پر حکومتي ځواکونو هوايي حملې نه‌کوي.

امريکا او يو شمېر متحدان‌يې پر دې غور کوي چې ایا د کيمیاوي حملو په عکس‌العمل کې پر سوریې حملې وکړي که نه.

طبي ادارو ويلي چې د اپرېل په اوومه په دوما کې کيماوي حملې ګڼ شمېر کسان ووژل.

XS
SM
MD
LG