د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲ غویی ۱۳۹۷ کابل ۱۰:۵۹

ټرمپ: پر سوريې به یا ډېر ژر برید وشي او یا به وځنډېږي


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، پر سوريې به یا ډېر ژر برید وشي او یا به په لنډ وخت کې نه‌کېږي.

ډونالد ټرمپ دا خبره نن پر خپل ټویټر کړې ده.

نوموړي ویلي دي د ده تر مشرۍ لاندې د امریکا ادارې له داعش د سیمې د پاکولو لپاره لوی کار کړی دی.

ولسمشر ټرمپ په خپل ټویټ کې پوښتنه کړې ده چې د دې کار لپاره "له امریکا څخه مننه" کومه ده؟

ډونالد ټرمپ دا خبرې په داسې وخت کې کړې دي چې لوېدیځ مشران په سوریه کې د مشکوک کیمیاوي برید په عکس‌العمل کې پر دغه هېواد د هوايي برید لپاره چمتووالی نیسي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا سندرز پرون وویل د امریکا د ملي امنیت ډلو پر ټولو انتخابونو غور کړی دی.

سوريه او متحد يې مسکو دا ردوي چې ګواکې په سوریه کې کیمیاوي وسله استعمال شوې ده او خبرداری ورکوي چې د سوريې پر ضد هر ډول پوځي اقدام به خرابې پایلې ولري.

XS
SM
MD
LG