د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۸

فرانسه: نړیواله ټولنه دې د سوریې د کیمیاوي وسلو پر ضد ګډ اقدام وکړي


فرانسې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د سوریې د کیمیاوي وسلو د پروګرام پر ضد په ګډه اقدام وکړي.

فرانسه وايي چې د نړۍ هېوادونه باید پر کیمیاوي وسلو د څار له ټولنې یا «OPCW» سره مرسته وکړي، څو د سوریې د زهري وسلو پټ پروګرام په قاطعیت سره له‌منځه یوسي.

په دې ټولنه کې، د فرانسې سفیر دا څرګندونې په هغه غونډه کې وکړې چې په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د مشکوک برید په اړه د بحث لپاره د پټو دروازو شا ته په هاګ کې جوړه شوې وه.

پر کیمیاوي وسلو د څار ټولنه ۱۹۲ غړي لري او نننۍ غونډه د بنګله‌دېش استازي شیخ محمد بلال چې د دې ټولنې له ۴۱ غړو د جوړې مشرتابه شورا مشري کوي، د دوما د مشکوکې کیمیاوي حملې په اړه د بحث لپاره رابللې وه.

په همدې حال کې د «OPCW» مفتشان د دوما ښار د حملې په اړه د څېړنو لپاره سوریې ته رسېدلي، خو تر اوسه څرګنده نه‌ده چې خپلې څېړنې به کله پیل کړي.

ټاکل شوې وه چې د کیمیاوي وسلو د مخنیوي سازمان مفتشان د شنبې په ورځ دمشق ته نږدې د غوطې په ختیځ کې دوما ښار ته ورسېږي، خو امریکا، بريتانیا او فرانسې سهار وختي پر سوریې برید وکړ.

دې مفتشانو ته دنده ورکړل شوې وه چې په دوما کې چې پخوا د افراطي وسله‌والو تر ولکې لاندې وه، د اپرېل د اوومې په عملیاتو کې د کیمیاوي وسلو د کارولو په اړه تحقیقات وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې پر سوریې د لوېدیځ له حملې وروسته تحولات لاهم تاوده دي.

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون پرون یکشنبه وویل، ولسمشر ډونالد ټرمپ به وهڅوي چې په سوریه کې د امریکا پوځي حضور ته دوام ورکړي او په لندن کې صدراعظمه ترزا مې پر سوریې په برید کې د بريتانیا د ګډون له کبله، د پارلمان د بېړنۍ غونډې له سختو بحثونو سره مخامخ ده.

فرانسپرس خبري اژانس لیکي، په داسې حال کې چې په امریکا، بريتانیا او فرانسې کې خلک د دې حملو له کبله ناراضه دي، د درېیو واړو هېوادونو حکومتونو ډېر ژر خپل دریځ واړاوه او د ډیپلوماتیکو هڅو خوا ته‌یې لېوالتیا وښوده، خو د دوی یووالی د یکشنبې په ورځ وروسته له هغه زیانمن شو چې واشنګټن د فرانسې د ولسمشر ښاغلي مکرون هغه ادعا چې وايي، ولسمشر ټرمپ‌یې راضي کړی چې په سوریه کې اوږدمهاله پوځي حضور وساتي، رد کړه.

د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا سندرز وویل چې په سوریه کې د امریکا مأموریت نه‌دی بدل شوی او ولسمشر ټرمپ لاهم غواړي چې له سوریې څخه امریکايي پوځیان د امکان تر حده ژر او سمدستي اوباسي.

  • پخواني معلومات

پر کیمیاوي وسلو د څار ټولنې «OPCW» چې مرکز یې په هاګ کې دی، په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د هغې مشکوکې حملې په اړه بحث پیل کړ چې پر دې هېواد د لوېدیځ د لویې حملې باعث شوه.

ډیپلوماتیکو سرچینو خبري اژانسونو ته ویلي چې پر کیمیاوي وسلو د څار ټولنې د سوریې په اړه نن دوشنبه په هاګ ښار کې په خپل مقر کې د بندو دروازو شاته بحثونه پیل کړل.

پر کیمیاوي وسلو د څار ټولنه ۱۹۲ غړي لري او نننۍ غونډه د بنګله‌دېش استازي شیخ محمد بلال چې د دې ټولنې له ۴۱ غړو د جوړې مشرتابه شورا مشري کوي، د دوما د مشکوکې کیمیاوي حملې په اړه د بحث لپاره رابللې ده.

له دې مخکې ویل شوي وو چې په «OPCW» کې د بريتانیا، روسیې او فرانسې په ګډون، د ځینو غړو هېوادونو سفیران هاګ ته رسېدلي دي.

په همدې حال کې د دې ټولنې مفتشان د دوما د حملې په اړه د تحقیقاتو لپاره سوریې ته رسېدلي، خو تر اوسه څرګنده نه‌ده چې خپلې څېړنې به کله پیل کړي.

ټاکل شوې وه چې د کیمیاوي وسلو د مخنیوي سازمان مفتشان د شنبې په ورځ دمشق ته نږدې د غوطې په ختیځ کې دوما ښار ته ورسېږي، خو امریکا، بريتانیا او فرانسې سهار وختي پر سوریې برید وکړ.

دې مفتشانو ته دنده ورکړل شوې وه چې په دوما کې چې پخوا د افراطي وسله‌والو تر ولکې لاندې وه، د اپرېل د اوومې په عملیاتو کې د کیمیاوي وسلو د کارولو په اړه تحقیقات وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې پر سوریې د لوېدیځ له حملې وروسته تحولات لاهم تاوده دي.

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون پرون یکشنبه وویل، ولسمشر ډونالد ټرمپ به وهڅوي چې په سوریه کې د امریکا پوځي حضور ته دوام ورکړي او په لندن کې صدراعظمه ترزا مې پر سوریې په برید کې د بريتانیا د ګډون له کبله، د پارلمان د بېړنۍ غونډې له سختو بحثونو سره مخامخ ده.

فرانسپرس خبري اژانس لیکي، په داسې حال کې چې په امریکا، بريتانیا او فرانسې کې خلک د دې حملو له کبله ناراضه دي، د درېیو واړو هېوادونو حکومتونو ډېر ژر خپل دریځ واړاوه او د ډیپلوماتیکو هڅو خوا ته‌یې لېوالتیا وښوده، خو د دوی یووالی د یکشنبې په ورځ وروسته له هغه زیانمن شو چې واشنګټن د فرانسې د ولسمشر ښاغلي مکرون هغه ادعا چې وايي، ولسمشر ټرمپ‌یې راضي کړی چې په سوریه کې اوږدمهاله پوځي حضور وساتي، رد کړه.

د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا سندرز وویل چې په سوریه کې د امریکا مأموریت نه‌دی بدل شوی او ولسمشر ټرمپ لاهم غواړي چې له سوریې څخه امریکايي پوځیان د امکان تر حده ژر او سمدستي اوباسي.

د شنبې د ورځې په سهار د سوریې د کیمیاوي وسلو پر مشکوکو مرکزونو د متحده ایالاتو، بريتانیا او فرانسې حمله د سوریې د اووه کلنې کورنۍ جګړې په اوږدو کې، د بشارالاسد د حکومت په وړاندې د لوېدیځ تر ټولو لوی او پراخ غبرګون و.

دې اقدام د سوریې له اصلي متحد هېواد روسیې سره د لوېدیځ د تقابل ګواښ رامنځته کړ او ولسمشر ولادیمیر پوتین ګواښ هم وکړ چې دا حمله به د ګډوډۍ باعث شي، خو واشنګټن بیا د سوریې پر ضد د حملو د دوام پر ځای پر روسیې د نویو اقتصادي بندیزونو ژمنه وکړه.

XS
SM
MD
LG