د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۸ زمری ۱۳۹۷ کابل ۰۰:۰۷

ټرمپ د سوریې د کیمیاوي وسلو پر تاسیساتو د حملې امر صادر کړ


د متحده ایالاتو ولسمشر اعلان وکړ چې د سوریې پر هغو حکومتي تاسیساتو چې د کیمیاوي موادو د جوړولو لپاره ورڅخه استفاده کېږي د حملې امر صادر کړ.

ډونالډ ټرمپ وویل، دغه حمله چې په ګډه له فرانسې او بریتانیې سره پیل کېږي تر هغو به دوام ولري تر څو چې د سوریې رژیم د ډله ییزې وژنې د کیمیاوي وسلو کارول نه وي بند کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"یو ګډ عملیات د فرانسې او انګلستان له وسله وال پوځ سره د اجرا په حالت کې دي، موږ له دواړو هېوادونو مننه کوو."

ټرمپ تېره شپه خپلو خلکو ته په وینان کې وویل چې دغه حمله د اسد د رژیم لخوا د اپرېل پر اوومه په دوما ښار کې د زهرجنو ګازو د حملې په غبرګون کې کېږي.

د راپورونو له مخې په دغه حمله کې ۴۳ملکیان ووژل شول.

د امریکا متحده ایالاتو وویل چې دغه حمله د اسد رژیم تر سره کړې ده.

د ټرمپ د وینا پر مهال د سوریې پلازمینې دمشق ته نژدې په اسمان کې اور او لوګی ترسترګو کېده.

د سوریې ټلوېزیون خبر ورکړ چې د سوریې پوځیانو د دافع هوا ډزې پیل کړې دي.

د امریکا ولسمشر پر روسیې او ایران غږ وکړ چې د بشار الاسد د رژیم له ملاتړه لاس واخلي.

د امریکا ولسمشر وویل اوس باید روسیه پریکړه وکړي چې پر هغې تیاره لارې ځي چې له تېرو اوو کلونو راهیسې بشار الاسد کورنۍ جګړه پیل کړې او نېږدې نیم میلیون ملکیان یې وژلي یا له مهذبو ملتونو سره چې د اسد مخالفت کوي، درېږي.

  • پخواني معلومات

ملګرو ملتونو امنيت شورا تېره شپه د سوريې په اړه اضطراري غونډه وکړه.

غونډې ته په ملګرو ملتونو کې د امريکا استازې يو وار بيا ټينګار وکړ چې د بشارالاسد رژيم د سوريې په جګړه کې کيمياوي وسلې کارولي دي.

په ملګرو ملتونو کې د امريکا متحدو ايالتونو استازې وويل چې ولسمشر ډونالد ټرمپ تر اوسه د سوريې په وړاندې د احتمالي پوځي اقدام په اړه پرېکړه نه ده کړې.

خو نيکي هيلي وايي، امريکا او زموږ متحدان بايد د سوريې په برخه کې پر اقدام پرېکړه وکړي، دا به زموږ د هغو اصولو دفاع وي چې ټول ورباندې سلا شوي يو.

نيکي هيلي د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په غونډه کې وويل، د واشنګټن د اټکل له مخې د بشارالاسد رژيم د سوريې په اووه کلنه جګړه کې لږ تر لږه ۵۰٠ وارې کيمياوي وسلې کارولي دي:

نیکي هیلي
نیکي هیلي

"راځئ په ښکاره ووايو، د دوما پر خلکو د اسد د رژيم له خوا د زهرجنو کيمياوي ګازو کارونه، د ده له خوا د کيمياوي وسلو لومړۍ، دويمه، درېيمه حتى نهه څلوېښتمه کارونه نه وه، د امريکا متحد ايالتونه اټکل کوي چې اسد د سوريې په جګړه کې لږ تر لږه ۵٠ وارې کيمياوي وسلې کارولي دي، نور عام اټکلونه دا شمېر تر دې زيات، تر ٢٠٠ پورې ښيي."

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا پرونۍ غونډه د روسيې په غوښتنه جوړه شوه.

د دې غونډې غوښتنه يې وروسته له هغې وکړه چې امريکا اعلان وکړ، د سوريې په دوما کې د اپرېل د اوومې د مشکوکې کيمياوي حملې په ځواب کې د سوريې په تړاو به پر پوځي اقدام غور وکړي.

ويل شوي چې په هغه حمله کې په لسګونو ملکيان وژل شوي دي.

بلخوا په ملګرو ملتونو کې د سوريې استازي بشار جعفري وويل، د لوېديځ د پوځي اقدام په صورت کې به دمشق د ځانه له دفاع پرته بل انتخاب ونه لري.

هغه د امنيت شورا غونډې ته وويل چې دا يو ګواښ نه بلکې يو تعهد دى.

په ملګرو ملتونو کې د روسيې استازي واسيلي نيبين-زيا ادعا وکړه چې د امنيت شورا دايمي غړي امريکا، فرانسه او بريتانيا هڅه کوي چې بشارالاسد او د هغه نېږدې متحده روسيه له منځه يوسي.

په سوريه کې د مشکوکې کيمياوي حملې په تړاو د روسيې استازي وويل:

په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر
په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر

"د هغو باوري دلايلو او معلوماتو له مخې چې راسره دي، په دې باور يو چې هلته د ځينو هېوادونو د ځانګړو خدماتو د غړو پاروونکي اقدامات دخيل وو."

د امنيت شورا د دې اضطراري غونډې په درشل کې د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف ويلي وو، په سوريه کې کيمياوي حمله جعلي او د بهرنيو استخباراتي ادارو له خوا شوې ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي اندېښنه ښوولې او ويلي يې دي چې په منځني ختيځ کې روان بحران نړيوال امن او سولې ته خطر دى او سوريه تر ټولو جدي تهديد په ګوته کوي.

د انتونيو ګوتريش په خبره، اوسنى وضعيت د تشدد او وېش خطر زياتوي او د سړې جګړې د بيا پيل سبب شوى دى.

XS
SM
MD
LG