د جنوبي او منځنۍ اسیا لپاره د امریکا د ملي امنیت شورا رئیسې لیزا کُرټېس له پاکستانه غوښتي چې پر خپله خاوره دې د حقاني شبکې او نورو ترهګرو ډلو د موجودیت مسئلې ته پام واړوي.
اغلې کُرټېس له پاکستانیو چارواکو سره په لیدنه کې همدا شان ویلي، امریکا له پاکستان سره د نویو اړیکو پر لور روانېدل غواړي.
دا څرګندونې په اسلاماباد کې د امریکا سفارت د سې شنبې په ورځ ناوخته په هغه خپره کړې خبرپاڼه کې کړي چې د روانې میاشتې په ۲۶مه او ۲۷مه نېټهیې اسلاماباد ته د جنوبي او منځنۍ اسیا لپاره د دې هېواد د ملي امنیت شورا د رئيسې لیزا کُرټېس د سفر په اړه خپره کړې ده.
خبرپاڼه اسلاماباد ته د اغلې کُرټېس د سفر په اړه وايي چې نوموړې د پاکستان له سیاسي او پوځي مشرانو سره په لیدنه کې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې د پاکستان د قربانیو ستاینه کړې او همدا شانیې د کُرټېس په حواله لیکلي:
"امریکا له پاکستان سره د نویو اړیکو پر خوا روانېدل غواړي او دا اړیکې باید په دې بنیاد وي چې پاکستان او امریکا به په ګډه هغو ترهګرو ته ماتې ورکوي چې د سیمې سولې او ثبات سره سره، سولهییز افغانستان ته هم ګواښ دي."
د امریکا دغه جګپوړې چارواکې په داسې وخت کې پاکستان ته سفر کړی چې پهدې وروستیو کې د پاکستان او امریکا اړیکې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د وروستي ټویټ او همدا شان په تېر کال کې د جنوبي او منځنۍ اسیا لپاره د امریکا د پالېسۍ تر اعلان وروسته ترینګلې شوي او امریکا پر پاکستان پوځي مرستې هم ځنډولې دي.
اغلې کُرټېس له پاکستاني چارواکو سره د لیدنې پر مهال د جنوبي او منځنۍ اسیا لپاره د امریکا د نوې تګلارې ننګه کړې او ویلي دي:
"د جنوبي اسیا لپاره د امریکا تګلاره د یوه باثباته او سولهییز افغانستان ښکارندویه ده چې دا به د افغان کډوالو خپل هېواد ته بېرته ستنېدا، په جنوبي اسیا کې داعش وسلهوالې ډلې او همدا شان هغو ترهګرو ډلو ته په ماتې ورکولو کې مرستندویه ثابته شي چې امریکا او پاکستان دواړو ته ګواښ دی."
د امریکا دغه جګپوړې چارواکې یو ځل بیا پر پاکستان ټینګار کړی چې پر خپله خاوره دې د حقاني شبکې او نورو ترهګرو ډلو د موجودیت مسئلې ته پام واړوي.
د یادونې وړ ده چې اسلاماباد ته د دغې جګپوړې امریکايي چارواکې تر سفر یوه میاشت مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مرستیالې الېس ولز هم سفر کړی و، د پاکستان له سیاسي او پوځي مشرانو سرهیې په دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې وې او همدا شانیې ورنه په پاکستان کې د حقاني شبکې او نورو ترهګرو ډلو د موجودیت مسئلې ته د پام اړولو غوښتنه کړې وه.