د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۹

الېس ولز: پاکستان دې د حقاني شبکې او نورو ترهګرو ډلو د موجودیت مسئلې ته پام واړوي


د جنوبي او منځنۍ اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مرستیالې الېس ولز له پاکستانه غوښتي چې پر خپله خاوره دې د حقاني شبکې او نورو ترهګرو ډلو د پرله‎پسې موجودیت مسئلې ته پام واړوي.

اغلې ولز له پاکستاني چارواکو سره په لیدنه کې همدارنګه ویلي، امریکا د سیمې د سولې او ثبات لپاره له پاکستان سره د اړیکو د نوي پړاو د جوړولو په لټه کې ده.

دا څرګندونې په اسلام‎اباد کې د امریکا سفارت د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۶» ناوخته په هغې خبرپاڼه کې کړي چې د روانې میاشتې په ۱۵مه او ۱۶مه نېټه‌یې اسلام‎اباد ته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست مرستیالې الېس ولز د سفر په اړه خپره کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مرستیاله الېس ولز
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مرستیاله الېس ولز

خبرپاڼه اسلام‎اباد ته د اغلې ولز د سفر په اړه وايي چې نوموړې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې د پاکستان د قربانیو ستاینه کړې او همدا شان‌یې د ولز په حواله لیکلي:

"د جنوبي اسیا لپاره د امریکا تګ‎لاره د یوه پیاوړي او باثباته افغانستان جوړښت، په جنوبي اسیا کې د داعش وسله‎والې ډلې او همدا شان هغو ترهګرو ډلو ته د ماتې ورکولو نمایندګي کوي چې پاکستان او امریکا دواړو ته ګواښ دی."

د امریکا دغه جګپوړې چارواکې اسلام‎اباد ته د خپل سفر پر مهال له پاکستانیو چارواکو سره په لیدنو کې پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۶» د الېس ولز د سفر او لیدنو په اړه په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي و چې ولز د بهرنیو چارو له مرستیالې تهمینه جنجوعه سره په لیدنه کې د افغانستان او د دواړو هېوادونو ترمنځ د خپلمنځي اړیکو په ګډون په یو لړ مهمو مسایلو خبرې وکړې.

مېرمن ولز د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې تهمینه جنجوعه سره
مېرمن ولز د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې تهمینه جنجوعه سره

د امریکا دغه جګپوړې چارواکې په داسې وخت کې د پاکستان سفر کړی چې په دې وروستیو کې د پاکستان او امریکا اړیکې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د هغه ټویټ له امله ترینګلې شوي چې د روان کال په لومړۍ ورځ‌یې په‎کې پاکستان په سختو ټکو غندلی و او دغه هېواد یې په دوه مخۍ تورن کړی و.

د ډونالد ټرمپ تر دغو څرګندونو وروسته امریکا د پاکستان پوځي مرسته هم وځنډوله.

د یادونې وړ ده چې اسلام‎اباد ته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مرستیالې الېس ولز تر سفر څو ورځې مخکې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر هم د پاکستان د پوځ مشر ته ټیلیفون کړی و او په دوه اړخیزو اړیکو سربېره‌یې ورسره په یو لړ مسایلو خبرې کړې وې.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG