د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۶

د امریکايي ډیپلوماټانو یو پلاوی پر یو لړ مسائلو د بحث لپاره پاکستان ته تللی


د امریکایي ډيپلوماټانو یو لوړ پوړی پلاوی اسلام اباد ته تللی څو په افغانستان کې د شپاړس کلنې جګړې د ختمېدو پر لارو چارو له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.

د جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مرستیاله الیس ولز Alice Wellsچې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي سرپرست استازې هم ده په دې پلاوي کې شامله ده.

الیس ولز
الیس ولز

په پاکستان کې د امریکا د سفارت یوه ویاند د ازادي راډیو مشال څانګې ته ویلي چې الیس ولز او د جنوبي او مرکزي اسیا لپاره د امریکا د ملي امنیت شورا یوې مشرې لیزا کورتیس Lisa Curtis نن په اسلام اباد کې په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت له وزیرې تهمینه جنجوعه سره ولیدل.

بل خوا دغه پلاوی چې د اسیا او پاسیفیک په امنیتي چارو کې د امریکا د دفاع وزارت مرستیال ډیویډ هیلوې David Helvey هم پکې شامل دی، په پام کې لري د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر خواجه اصف سره وګوري.

په اسلام اباد کې د امریکا د سفارت یوه ویاند مشال راډیو ته دا هم ویلي چې ولز او کورټیس به د افغانستان د شپاړس کلنې جګړې د ختمېدو په حل لاره کې د پاکستان پر رول بحث وکړي.

کله چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د افغانستان په اړه خپله ستراتیژي د اګست پر ۲۱ اعلان کړه، ویلي یې وو چې پر ګاونډي پاکستان به فشارونه لا ډېر کړي، څو له افغانستان سره د پولي په اوږدو کې د تروریستانو پناه ځایونه له منځه یوسې، خو ښاغلي ټرمپ په ځانګړي ډول نه وو ویلي چې څه ډول اقدام به وکړي.

د پاکستان په اړه د ولسمشر ټرمپ څرګندونې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:09 0:00

خو خبري اژانسونو ویلي په دغو اقداماتو کې چې بحث ورباندې شوی دا هم شامل دي چې امریکا به د هغه متحد هېواد په توګه چې د ناټو غړی نه دی د پاکستان موقف راکم کړي.

ظاهراً، د ولسمشر ټرمپ ددغو څرګندونو په غبرګون کې پاکستان د امریکا متحده ایالاتو څخه غوښتي وو چې د اګست پر ۲۸ مه نېټه اسلام اباد ته د الیس ولز سفر وځنډوي.

که څه هم پاکستان دا نه وو ویلي چې د نوموړي د سفر ځنډول د ولسمشر ټرمپ له څرګندونو سره تړاو لري، خو اسلام اباد د ولسمشر ټرمپ پر دې خبره سخت انتقاد کړی وو.

په پاکستان کې د امریکا سفارت وایي، د پاکستان د حکومت په غوښتنه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې الیس ولز سفر تر یوه دوه اړخیز مناسب وخت پوري ځنډول شوی وو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف د روانې میلادي میاشتې په لومړیو کې امریکا ته سفر وکړ او د اکتوبر پر څلورمه یې له خپل امریکایي سیال ریکس ټیلرسن سره خبرې وکړې.

راپورونه وایي، ټاکل شوې د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزیران ریکس ټیلرسن او جیمز مټېس په راتلونکو اونیو کې پاکستان ته سفر وکړي.

XS
SM
MD
LG