د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۰

امریکا له پاکستان سره د نویو اړیکو د رامنځته کولو په هڅه کې!


په اسلام‌اباد کې د امریکا سفارت وايي، د جنوبي او مرکزي اسیا لپاره د امریکا د ملي امنیت د شورا رئیسې پاکستان ته د سفر پر مهال ویلي چې واشنګټن له اسلام‎اباد سره د نویو اړیکو غوښتونکی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او پاکستان ترمنځ په وروستیو کې اړیکې ترینګلې شوې دي.

روېټرز خبري اژانس وايي، د جنوبي او مرکزي اسیا لپاره د امریکا د ملي امنیت د شورا رئیسه لیزا کُرټېس پاکستان ته د خپل دوه ورځني سفر په ترڅ کې د هغه څه په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې چې امریکايي چارواکي یې د ترهګرو د تمویل په مخنیوي کې د پاکستاني چارواکو ناکافي اقدامات بولي.

امریکا او پاکستان چې پخواني متحدان دي، تېره اوونۍ یې یو وار بیا اړیکې وروسته له هغې نورې هم خړې شوې چې امریکا په نړۍ کې د پیسو د څار د یو نړیوال سازمان غړي هېوادونه وهڅول، څو پاکستان په هغه لېست کې شامل کړي چې د ترهګرو د تمویل د مخنیوي لپاره‌یې کافي اقدامات نه‎دي کړي.

په اسلام‎اباد کې د امریکا سفارت د لیزا کُرټېس له خولې ویلي، امریکا غواړي د پاکستان سره نوې اړیکې د هغو ترهګرو ډلو پر ضد چې د سیمې ثبات او امنیت ته‌یې ګواښ پېښ کړی د یوې مشترکې مبارزې پر بنسټ رامنځته کړي.

واشنګټن له اسلام‎اباد سره د نویو اړیکو غوښتونکی دی.

د امریکا د سفارت خبرپاڼه د مېرمن کُرټېس له خولې زیاتوي چې دا اړیکې به همدارنګه د یو امن او سوله‎ییز افغانستان لپاره په یو شریک لید هم ولاړې وي.

واشنګټن اسلام‎اباد تورنوي چې د حقاني شبکې په شمول یو شمېر هغو وسله‎والو ډلو ته‌یې خوندي پټن‎ځایونه برابر کړي چې په ګاونډي افغانستان کې بریدونه کوي، خو پاکستان تل دا ادعاوې رد کړې دي او وايي، پر خپله خاوره‌یې پرله‎پسې د وسله‎والو پر ضد عملیات کړي.

په اسلام‎اباد کې د امریکا سفارت په خپلې خبرپاڼه کې ویلي، مېرمن کُرټېس د پاکستان له حکومته وغوښتل، څو په خپله خاوره کې د حقاني شبکې او نورو ترهګرو موجودیت پای ته ورسوي.

مېرمن کُرټېس له پاکستاني چارواکو سره د ترهګرو د تمویل د مخنیوي په برخه کې د پاکستان د کنټرول په نشتوالي هم د واشنګټن اندېښنې شریکې کړې دي.

لوېدیځ هېوادونه وايي چې پاکستان د ترهګرو د مالي سرچینو د مخنیوي لپاره کافي اقدامات نه‎دي کړي.

XS
SM
MD
LG