د کرکټ افغان لوبغاړی راشد خان ارمان د کرکټ نړیوالې شورا له خوا د ۲۰۱۷ میلادي کال د دوهمې درجې هېوادنو د غوره لوبغاړي په توګه ونومول شو.
د کرکټ نړیوالې شورا یا «ICC» د راشد ارمان په اړه د دغه خبر تر څنګ ویلي، دغه ۱۹ کلن افغان لوبغاړي په کم عمر کې د خپل هېواد لپاره ډېر څه کړي دي.
ویبپاڼه وايي، راشد خان یوازې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې ۶۰ ویکټې اخېستې چې د دوهمې درجې هېوادونو لوبغاړو یو ښه ریکارډ دی.