د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۰۴

مسؤلین: د کرکټ ۴ افغان لوبغاړي بنګله‌دېش ته رسېدلي


د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د ملي لوبډلې څلور تنه لوبغاړي د بنګله‌دېش په "بي. پي. اېل" سیالیو کې د لوبېدو په هدف، دغه هېواد ته رسېدلي دي.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې محمد نبي عیسی‌خېل، راشد خان ارمان، سميع شينوارى او ظاهر خان اوس‌مهال په بنګله‌دېش کې دي او نجیب ځدراڼ تر راتلونکو دو ورځو پورې هغه هېواد ته روانېږي.

ټاکل شوې چې د "بي. پي. اېل" سیالۍ د نوامبر په څلورمه په بنګله‌دېش کې پیل شي.

XS
SM
MD
LG