د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۹

افغان لوبغاړي راشد خان په «CPL» کرکټ لیګ کې ریکارډ جوړ کړ


د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم لوبغاړي راشد خان په وېسټ انډیز کې د دې هېواد په تجارتي کرکټ سیالیو کارابین پریمیر لیګ «CPL» کې ریکارډ جوړ کړ.

راشد خان په دغو سیالیو کې د لومړي ځل لپاره هیټرېک یا په درېیو توپونو پرله‌پسې درې لوبغاړي وسوځول او د خپل ټیم په ګټلو کې یې مهم رول ولوباوه.

دا د کارابین پریمیرلیګ په سیالیو کې لومړی او همدا شان د راشد خان هم لومړی هیټرېک دی چې د خپل سیال ټیم درېیواړه لوبغاړي یې پرله‌پسې مخامخ یا بولډ اوټ کړل.

راشد خان چې د وېسټ انډیز په کارابین لیګ کې د ګاېنا امازون وارېورز لوبډلې له‌خوا لوبېږي، د چهارشنبې په ورځ خپل سیال ټیم جمیکا تالاواز ته ماتې ورکړه.

د کمار سنګارا په مشرۍ د جمیکا تالاواز ټیم په دغه شل اوریزه لوبه کې لومړی بېټېنګ یا توپ وهنه وکړه او د کپتان سنګارا د ښې لوبې پر مټ یې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په اوټ کېدو ۱۶۸ منډې جوړې کړې او سیال ټیم ته‌یې ۱۶۹ منډې هدف وټاکه.

د جمیکا ټیم په ځواب کې ګواېنا امازون د رونچي په تېز بېټېنګ ټاکلی هدف په ۱۸ اوور کې د ۵ لوبغاړو په اوټ کېدو پوره کړ.

رونچي په خپلې لوبه کې ۵ شپږیزې او ۵ څلوریزې ووهلې چې په ډول ګاېنا امازون وارېورز ټیم د راشد خان په ښه بالېنګ او د رونچي د ښه بېټېنګ په نتیجه کې دا لوبه وګټله.

دا لومړی ځل دی چې د وېسټ انډیز په کورنیو تجارتي کرکټ سیالیو «CPL» کې دوه افغان لوبغاړي راشد خان ارمان او محمد نبي لوبېږي چې تر دې دمه ښه روان دي.

محمد نبي چې تېز بېټېنګ او سپېن بالېنګ کوي، د کرېس ګېل په مشرۍ ټیم کې لوبېږي چې ټیموار دمخه د «CPL» کرکټ سیالیو فاینل یا پایلوبې ته وتلی دی.

تر دې مخکې دغو دوو لوبغاړو په روان کال کې په هند کې د دغه هېواد په کورنیو تجارتي کرکټ سیالیو «IPL» کې هم برخه اخیستې وه، او واړه حیدراباد سن رایزر ټیم له‌خوا لوبېدلي و.

د یادونې وړ ده چې ۱۸ کلن افغان سپېن بالر راشد خان په دغو سیالیو کې هم ښه ځلېدلی و چې د ټیم کپټان ډېوېډ وارنر د (ګېم چېنجر) یا لوبې بدلوونکي په توګه یاد کړی و او سربېره پر دې د کرکټ ګڼ شمېر اوسنیو او پخوانیو لوبغاړو له‌خوا هم ستایل شوی و.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG