د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۶

انډين اکسپرس: هند پر نبي او راشد خان مستند فلم جوړوي


د نړۍ ګڼو معتبرو ورځپاڼو او خپرونو عادي ژوند ته د حزب اسلامي د مشر ګلبدين حکمتيار پر راتګ ليکنې او تبصرې خپرې کړې دي.

ډيجيټل ژورنال «Digital Journal»

کاناډايۍ انلاين خپرونې ډيجيټل ژورنال په دې باب ليکلي، ګلبدين حکمتيار د شنبې په ورځ تر څه باندې ٢٠ کلنې جلاوطنۍ وروسته په عام محضر کې راڅرګند شو.

خپرونې د ښاغلي حکمتيار هغه وينا هم راخيستې چې له وسله والو طالبانو يې د شنبې په ورځ په کې غوښتنه کړې چې خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي او د سولې له کاروان سره ملګري شي.

ډيجيټل ژورنال ليکلي، ښاغلي حکمتيار چې سپينه ږيره يې درلوده او توره لنګوټه يې پر سر وه، د شنبې په ورځ په لغمان کې خپلو پلويانو او چارواکو ته په يوه مجلس کې دغه څرګندونې وکړې.

د دې کاناډايۍ خپرونې په حواله ویل شوي، د حزب اسلامي مشر د سولې د هغې موافقې پر اساس چې تېر لمريز کال د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ لاسليک شوه، تر څو مياشتنيو مذاکرو وروسته له سياسي بهير سره ملګرى کېږي.

ښاغلي حکمتيار په خپلو خبرو کې نورو دولت ضد وسله‎والو ته په خطاب کې ويلي، د خداى په خاطر له جنګ څخه لاس واخلئ، چې قرباني يې افغانان دي.

ډيجيټل ژورنال خپرونې ليکلي، حکمتيار د نړيوالو مطبوعاتو په باور په ۹۰مه لسيزه کې د کورنۍ جګړې يو مهم لوبغاړى و.

ګلوب ايند مېل «Globe and Mail»

کاناډايۍ ورځپاڼې ګلوب ايند مېل ليکلي، د افغانستان پخوانى جنګسالار ګلبدين حکمتيار چې له ٢٠٠١مېلادي کال وروسته يې ګوند د امريکايي ځواکونو پرضد جګړه کوله، اوس وايي چې په افغانستان کې سوله غواړي.

ورځپاڼه ليکي، ملګرو ملتونو په فبرورۍ مياشت کې د ګلبدين حکمتيار نوم د بنديزونو له لېست څخه لېرې کړ.

په دغه تور لېست کې داعش او القاعده ډلې هم شاملې دي.

انډين اکسپرس «India Express»

هندۍ ورځپاڼې انډين اکسپرس د افغانستان د کرکټ د دوو نامتو لوبغاړو محمد نبي عيسى خېل او راشد خان ارمان په باب ليکنه خپره کړې چې په پام کې ده ورباندې مستند فلم جوړ شي.

د ليکنې په پيل کې راغلي، د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت پرېکړه کړې چې د افغانستان د کرکټ د دوو محبوبو لوبغاړو راشد خان او محمد نبي په اړه د مستند فلم جوړولو لپاره له فلم جوړوونکو پروپوزلونه يا پېشنهادونه ترلاسه کړي.

د دې فلم نوم به وي: افغان کرکټران: د ظهور په حال کې ستوري.

دغه فلم به په انګرېزۍ ژبه وي، اوږد ورژن يا اوږده بڼه به يې ۱۰ دقېقې، لنډه به يې ۵ دقېقې او اعلان به يې ٢ دقېقې وي.

چارواکو دغې ورځپاڼې ته ويلي، دغه فلم به د نړيوالو او محلي ننداره‎چيانو او مينه‎والو لپاره وي او پر دې به راڅرخي چې ځوان ليګ سپېنر راشد خان او د افغان ټيم مشهور ال راونډر محمد نبي څنګه خپل سفر له ملي ټيم څخه پيل او ځانونه نړيوال پلاټفورم او بيا په ٢٠١٧مېلادي کال د IPL تر مسابقو ورسول.

انډيا ټودې «India Today»

انډيا ټوډې خپرونې د هند د غوره ليګ يا (IPL) په مسابقو کې د دوو افغان لوبغاړو محمد نبي عيسى خېل او راشد خان ارمان په باب مفصله ليکنه خپره کړې ده.

راشد خان خپرونې ته ويلي، چې ټول افغانستان د هند د غوره ليګ مسابقې ګوري او د خلکو ملاتړ ده ته انرژي ورکوي، څو د کرکټ د شل اووره مسابقو په دغه ټورنمنټ کې له ځانه ښه وړتيا وښيي.

دغه دوه لوبغاړي په سنرايزرز حيدرباد ټيم کې برخه لري چې تېره مسابقه يې د جمعې په ورځ د کېنګز پنجاب ټيم په وړاندې وه.

د خپرونې په حواله، په دې مسابقه کې ١٨ کلن راشد خان ارمان په څلورو اوورونو کې د توپ اچونې په مرسته وتوانېد يو لوبغاړى وسوځوي او يوازې ١٦ منډې ورکړي.

د حيدراباد ټيم بالاخره دغه مسابقه د ٢٦ منډو په توپير وګټله.

XS
SM
MD
LG