د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۵

وېسټ انډیز کې د نبي عيسی‌خېل اړوند لوبډلې ماته وخوړه


د وېسټ انډیز د کرابین لیګ سیالیو په لړ کې د نبي عيسی‌خېل اړوند لوبډلې پېټروېټز د باران د قانون له مخې ماته وخوړه.

لومړی توپ وهنه د پېټروېټز لوبډلې وکړه چې په ۱۳ اورونو کې يې ۱۶۳ منډې جوړې کړې او لوبه د ورښت له امله پوره ترسره نه‎شوه.

د باران ورېدنې د قانون له مخې مقابلې لوبډلې رایډرز ته ۸۸ منډې هدف وټاکل شو چې یادې لوبډلې په شپږم اور کې پوره کړ.

که څه د افغانستان محمد نبي عیسی‌خېل په دې سیالۍ کې ښه توپ اچونه ونه‌شوه کړای، خو په ټوله کې په روانو سیالیو کې ښه ځلېدلی دی.

محمد نبي عیسی‌خېل تر دې دمه په اته سیالیو کې ۲۴ اورونه کړي، ۷ لوبغاړي يې سوځولي او ۱۳۹ منډې يې ورکړې دي.

د دې تر څنګ‌يې په توپ وهنه کې بیا په څلورو پاڼيو کې ۷۵ منډې کړي چې تر ټولو ډېرې يې په یوه سیالۍ کې ۳۵ وې.

د محمد نبي عیسی‌خېل تر څنګ په دې سیالیو کې بل افغان لوبغاړی راشد خان هم لوبېږي چې تر دې دمه‌يې په اته سیالیو کې ۷ مقابل لوبغاړي سوځولي دي.

XS
SM
MD
LG