د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۶ تله ۱۳۹۶ کابل ۱۰:۵۶

افغان کرکټ لوبډلې ویست اینډیز لوبډلې ته ماتې ورکړه


د افغانستان د کرکټ ملي ټیم نن په یوه ورځنۍ لوبه کې کوربه ویسټ اینډیز ته په درې شپیته منډو ماتې ورکړه.

لومړی بیټنګ افغان لوبغاړو وکړ او په ټاکلیو پنځوس اوورونو کې یې دوسوه دولس منډې جوړې کړې.

دې هدف ته د رسېدو په لاره کې د ویسټ اینډیز ټول لوبغاړي په یوسل او نهه څلوېښت منډو وسوځېدل.

په نننۍ لوبه کې راشد خان د ویسټ اینډیز اووه لوبغاړي وسوځول.

افغان لوبغاړي به سبا شپه له ویسټ اینډیز سره خپله دوهمه یوه ورځنۍ لوبه وکړي.

XS
SM
MD
LG