د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۶

محمد نبي عیس‌خېل کربین سیالیو کې د ګډون لپاره وېسټ انډیز ته تللی


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړی محمد نبي عیسی‌خېل د وېسټ انډيز کربین سیالیو کې د ګډون لپاره دغه هېواد ته رسېدلی او د خپلې لوبډ‌لې سره یوځای شوی دی.

د کرکټ د نړیوالې شورا د وېب‎پاڼې د راپور له مخې دغه افغان لوبغاړي په خپلې لومړنۍ تمریناتي سیالۍ کې چې د امریکا په فلوریډا ایالت کې ترسره شوه د مقابلې "یو. اېس. ای" لوبډلې څلور لوبغاړي وسوځول او خپله لوبډله‌يې بریا ته ورسوله.

محمد نبي عیس‌خېل په ټاکلو څلورو اورونو کې ۱۸ منډې ورکړې او څلور مقابل لوبغاړي يې وسوځول.

د وېسټ انډیز په دغو سترو کورنیو سیالیو کې د لسګونه نړیوالو کرکټ لوبغاړو تر څنګ بل افغان لوبغاړی راشد ارمان هم لوبېږي چې ګویاناازمن لوبډلې له‌خوا اخیستل شوی دی.

د وېسټ انډیز دا کورنۍ شل اوریزه سیالۍ به د روانې اګسټ میاشتې په څلورمه نېټه پیل شي او د اګسټ په پنځمه به د راشد ارمان او محمد نبي لوبډلې د یو بل په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

دا دواړه افغان لوبغاړي له دې وړاندې د هندوستان په سترو کورنیو سیالیو "ای. پي. اېل" کي د سن رایزر حیدراباد لوبډلې په ګټه ولوبېدل چې د ښه لوبو کولو له امله‌يې د نړیوالو پام ځان ته راواړوه.

XS
SM
MD
LG