د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۹

د هند سوداګريز کرکټ ليګ راتلونکی پړاو به په لوړ لګښت ترسره شي


د هندوستان کرکټ بورډ وايي چې د دې هېواد سوداګريز کرکټ لیګ "ای. پي. اېل" راتلونکي پړاو سیالۍ به تر بل هر کاله په لوړ لګښت ترسره شي.

د هند کرکټ بورډ مسؤلینو د کرکټ د نړیوالې شورا وېب‌پاڼې "کرک انفو" ته ویلي چې د راتلونکي "ای. پي. اېل" سياليو د لوبغاړو بودجه له ۶۶۰ ميليونه هندي کالدارو څخه ۸۰۰ ميليونه هندي کالدارو ته لوړېږي.

د دې سياليو تنظيموونکو ویلي چې د ۲۰۱۸ میلادي کال سياليو هر لوبغاړی به د تېرو کلونو په پرتله په لوړه بيه واخیستل شي چې د بولۍ مراسم به‌يې د راتلونکي میلادي کال په جنورۍ میاشت کې ترسره شي.

د "ای. پي. اېل" په سږني پړاو سیالیو کې دوه افغان لوبغاړي راشد خان ارمان د ۴۰۰ لکه هندي کالدارو او محمد نبي د درې میلیونه هندي کالدارو په بدل کې د سن رایزر حیدراباد لوبډلې په ګټه ولوبېدل چې دواړو ښې لاسته راوړنې درلودې.

XS
SM
MD
LG