د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، که امریکايي او ناټو عسکر په افغانستان کې نهوی د دغه هېواد وضعیت به تر دې هم خراب و.
پوتین پرون د روسیې د فدرالي اسامبلې د دواړو جرګو فدرالي شورا او دوما جرګې له لوړپوړو استازو سره لیدلي او په دې موضوعاتو یې بحث ورسره کړی دی.
انټرفکس خبري اژانس راپور ورکوي چې پوتین ویلي:
"وضعیت خرابه شوی دی «په افغانستان کې د ناټو او امریکايي پوځیانو د حضور په موده کې». دا رښتیا ده او لا هم وضعیت په خرابېدو دی، خو که چېرته د امریکا متحده ایالات نهوی وضعه به تر دې هم خرابه وه."
د روسيې ولسمشر ویلي، همدا واقعیت دی او که څه هم له امریکا سره اړیکې پيچلې دي، خو باید په دې برخه کې واقعبین واوسو.
ایترتاس خبري اژانس د پوتین په حواله ویلي:
"په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش حضور چې لا وختي یې له طالبانو سره جګړه هم پيل کړې ده، یو ګواښ دی."
ښاغلي پوتین د افغانستان په شمالي پولو کې د وسلهوالو مخالفینو حضور او د داعش او طالب سختدریځو ترمنځ جګړې د وضعیت خرابوونکي فاکټورونه یاد کړي دي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین
پوتین ویلي:
"د افغانستان، تاجکستان او ازبکستان د ټولې پولې په اوږدو کې طالبان ځای پر ځای شوي دي او موږ باید دې مسئلې ته پام وکړو."
د افغانستان له شمالي ګاونډيو هېوادونو سره د پولې په اوږدو کې د وسلهوالو مخالفینو د حضور، د هغوی د اوښتو را اوښتو او د مخدره موادو د قاچاق د مخنیوي په هدف څو واره افغان ولسمشر، د ملي امنیت سلاکار او نورو لوړپوړو چارواکو د منځنۍ اسیا د هېوادونو له مشرانو سره په خبرو کې د هغوی جدي همکاري غوښتې ده.
د روسیې ولسمشر په داسې حال کې په افغانستان کې د طالبانو حضور پراخ بللی چې د افغانستان دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري په خپله وروستۍ مرکه کې ازادي راډیو ته وویل چې په ۳۴ ولایتونو کې دولتي حاکمیت ټینګ دی او افغان پوځ د مخالفینو په وړاندې عملیات کوي.
Your browser doesn’t support HTML5
د افغانستان په اړه د ډونالد ټرمپ څرګندونې
امریکا متحده ایالاتو سږ کال د جنوبي اسیا او افغانستان په اړه خپله تګلاره نوې کړه چې پهکې له افغانستان سره په ډېرو پوځي مرستو ټینګار وشو او له پاکستان هم وغوښتل شول چې د ترورېستانو له ملاتړ لاس په سر شي.
د امریکا دفاع وزارت د بیان له مخې اوس وخت شااوخوا ۱۱۰۰۰ امریکايي پوځیان په افغانستان کې مېشت دي او ناټو هم د ۳۰۰۰ تازه دمو سرتېرو د وراستولو پرېکړه څه وخت مخکې اعلان کړه.
راپور: صفيالله ستانکزی