د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۶

افغان حکومت د کابل په شش درک سیمه کې ځان وژونکی برید وغانده


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل په شش درک سیمه کې د یوې انتحاري حملې له امله چې د یوه تنکي ځوان لهخوا وشوه، شپږ تنه وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د دوشنبې د ورځې په سهار یوه ځوان هلک چې چاودېدونکي مواد يې په خپل ځان پورې تړلي وو، د کابل د شش درک په سیمه کې دغه مواد وچول چې شپږ تنه په‌کې ووژل شول او پنځه نور ټپيان شول.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي د پېښې په ځای کې رسنیو ته وویل، په دغه انتخاري حمله کې تر ډېره ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي
د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي

نوموړي زیاته کړه:

" دا انتحاري حمله کوونکی چې کله راځي، مخکې له دې چې خپل هدف ته ورسېږي، د امنیتي ځواکونو له‌خوا تشخیص کېږي او د عمومي سړک په سر خپل ځان ته چاودنه ورکوي چې له امله‌يې شپږ تنه شهیدان او پنځه ټپيان لرو. په شهیدانو کې دوه تنه سرتېري او نور ټول ملکي وګړي دي."

د افغانستان جمهوري ریاست د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه حمله غندلې ده.

په اعلامیه کې افغان ولسمشر د دوشنبې د ورځې د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش دوی پورې اړوند د "اعماق" په نامه وېب‌پاڼه کې د دغې حملې مسؤلیت منلی دی.

د پېښې دوو تنو عیني شاهدانو فواد احمد او صفي‌الله په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

" ټول خلک وارخطا دي، تاسې سړک ګورئ، هېڅ‌څوک پرې نه‌ښکاري. کله چې چاودنه کېږي، خلکو ته زیان اوړي، کاروبار هم ورسره په ټپه درېږي."

"زه پيرکي خرڅوم، اووه بجې او ۴۰ دقیقې یوه چاودنه وشوه، ټول خلک وتښتېدل، چاودنه زوروره وه، د پېرکیو کراچۍ او ماته‌یې هم ټکان راکړ."

دا حمله داسې مهال کېږي چې نږدې اته ورځې مخکې، وسله‌وال مخالفین د کابل د افشار په سیمه کې د ملي امنیت د یوه تعلیمې مرکز تر څنګ یوې ودانې ته هم ننوتي وو او له هغه ځایه‌یې پر افغان ځواکونو ډزې کولې چې د امنیتي مسؤلینو په وینا، دغې حملې تلفات نه‌درلودل.

دې ته ورته حملې تر دې مخکې هم شوي چې ډېری قربانیان‌يې ملکي وګړي وو.

په ورته وخت کې د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا د غونډې تر پیل دمخه په دغې پېښه کې د وژل شویو کسانو کورنیو ته د تسلیت په ویلو سره وویل چې د افغانستان خلک به د دغو ترورېستي ډلو په وړاندې ودرېږي.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

ښاغلي عبدالله زیاته کړه:

"نن سهار انتحاري حمله ترسره شوې چې له بده مرغه د ملي اردو یو سرتېری او یو ملي پولیس په‌کې وژل شوي. زه‌يې کورنیو ته تسلیت وایم، له بده مرغه افغانستان د ترورېزم له ګواښ سره مخ دی چې انتحاري حملې يې یوه برخه ده. د افغانستان ټول خلک به د دغو ډلو په وړاندې په ټینګ عزم او ارادې سره ودرېږي."

د دوشنبې د ورځې دا انتحاري حمله د کابل په شش درک سیمه کې چې تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې ده، شوې ده.

د پېښې سیمې ته نږدې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت ودانۍ، د امریکا سفارت او د افغانستان د ملي امنیت څو دفترونه موجود دي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

  • پخواني معلومات

د اسلامي دولت ډلې يا داعش، په کابل کې د نننۍ حملې مسؤليت ومانه.

افغان امنيتي چارواکي وايي، نن سهار په کابل کې د ملي امنيت ادارې يوه دفتر ته نږدې په ځانمرګي بريد کې لږ تر لږه ٦ کسان وژل شوي دي.

يو چارواکی وايي، چاودنه د ملي امنيت ادارې د دفتر دخولي دروازې ته نږدې شوې او حمله کوونکى پلى روان و.

د کورنيو چارو وزارت د وياند د دفتر سرپرست نجيب دانش له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل، حمله په شش درک سيمه کې شوې ده.

ښاغلی دانش زیاتوي:

"وروستي جزئیات چې له سیمې موږ ته رارسېدلي دي، په دې پېښه کې شپږ تنه وژل شوي او درې ټپیان دي چې وژل شوي او ټپیان هغه کسان دي چې له دغې سیمې تېرېدل."

د روغتيا وزارت وايي، درې کسان ټپيان شوي او د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دى.

دا په داسې حال کې ده چې داعش افراطي ډلې تېره دوشنبه په کابل کې د ملي امنيت پر يوه رونيز مرکز د حملې مسؤليت منلى و.

په هغې حمله کې درې حمله کوونکي وژل شوي او ګڼ امنيتي افسران ټپيان شوي وو.

په وروستيو مياشتو کې د ګڼو حملو مسؤليت يا وسله‌والو طالبانو يا داعش ډلې منلى دى.

بلخوا جمهوري ریاست په کابل کې نننی ځانمرګی برید په کلکو ټکو غندلی دی.

ارګ ماڼۍ د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، د سولې او ثبات دښمنان هېڅ وخت د دغه ډول بریدونو په ترسره کولو سره خپلو شومو اهدافو ته نشي رسېدلی.

د جمهوري ریاست وايي، د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه په ټول توان د ترورېستي ډلو د نابودۍ هڅې کوي.

دغه برید نن سهار د کابل ښار په شش درک سېمه کې وشو چې د امنیتي چارواکو په وینا شپږ تنه پکي وژل شوي او درې ټپیان دي.

پخواني معلومات

افغان امنيتي چارواکي وايي، نن سهار په کابل کې د ملي امنيت ادارې يوه دفتر ته نږدې په ځانمرګي بريد کې لږ تر لږه ٦ کسان وژل شوي دي.

يو چارواکی وايي، چاودنه د ملي امنيت ادارې د دفتر دخولي دروازې ته نږدې شوې او حمله کوونکى پلى روان و.

د کورنيو چارو وزارت د وياند د دفتر سرپرست نجيب دانش له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل، حمله په شش درک سيمه کې شوې ده.

ښاغلی دانش زیاتوي:

"وروستي جزئیات چې له سیمې موږ ته رارسېدلي دي، په دې پېښه کې شپږ تنه وژل شوي او درې ټپیان دي چې وژل شوي او ټپیان هغه کسان دي چې له دغې سیمې تېرېدل."

د روغتيا وزارت وايي، درې کسان ټپيان شوي او د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دى.

دا په داسې حال کې ده چې داعش افراطي ډلې تېره دوشنبه په کابل کې د ملي امنيت پر يوه رونيز مرکز د حملې مسؤليت منلى و.

په هغې حمله کې درې حمله کوونکي وژل شوي او ګڼ امنيتي افسران ټپيان شوي وو.

په وروستيو مياشتو کې د ګڼو حملو مسؤليت يا وسله‌والو طالبانو يا داعش ډلې منلى دى.

  • پخواني معلومات

د افغانستان د کورنیو چاور وزارت وايي، د کابل ښار په شش درک سیمه کې د ځانمرګي برید له امله ۶ ملکي کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نجیب دانش ازادي راډيو ته وویل، تر اوسه د بریدګر هدف څرګند نه‌دی، خو په وینا يې چې حمله کوونکی پلی و او د عمومي سړک پر غاړه‌یې ځان ته چاودنه ورکړې ده.

نجیب دانش
نجیب دانش

ښاغلي دانش زیاته کړه:

"وروستي جزئیات چې له سیمې موږ ته رارسېدلي دي، په دې پېښه کې شپږ تنه وژل شوي او درې ټپیان دي چې وژل شوي او ټپیان هغه کسان دي چې له دغې سیمې تېرېدل."

خو تر دې وړاندې یوې سرچینې ازادي راډيو ته ویلي چې د انتحاري حمله کوونکي هدف د امنیت یو کمپاونډ و چې یو شمېر امنیتي سرتېري یې برسېرن ټپیان کړي چې شمېر یې نه‌دی معلوم.

تر اوسه د برید مسؤلیت کومې وسله‌والې ډلې نه‌دی منلی.

  • پخواني معلومات

په سیمه کې یوې امنیتي سرچینې د نوم د نه‌ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي دي چې د کابل ښار د نهمې حوزې د شش درک په سیمه کې انتحاري حملې درې ملکیان وژلي او ۵ ملکیان‌یې ټپیان کړي دي.

نوموړي سرچینې دا هم وویل د انتحاري حمله کوونکي هدف د امنیت یو کمپاونډ و چې یو شمېر امنیتي سرتېري یې برسېرن ټپیان کړي چې شمېر یې نه‌دی معلوم.

د سرچینې په وینا انتحاري حمله کوونکی پلی روان و.

  • پخواني معلومات

د کابل ښار د نهمې حوزې د شش درک په سیمه کې نن د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۰۴» سهار شااوخوا ۸ بجې انتحاري حمله شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نجیب دانش ازادي راډیو ته وویل چې د شش درک په سړک انتحاري حمله شوې.

تر اوسه دا لا نه‌ده معلومه چې د انتحاري حمله کوونکي هدف څه و.

د عامې روغتیا وزارت د عامه اړیکو مسؤل اسماعیل کاووسي بیا ازادي راډیو ته وویل چې تر اوسه د چاودنې له ځایه درې مړي او یو زخمي روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

تر اوسه پورې کومې وسله‌والې ډلې د دې حملې پړه نه‌ده منلې.

نور جزئیات به وروسته خپاره شي ...

  • پخواني معلومات

د کابل ښار د نهمې حوزې په سیمه کې انتحاري حمله شوې.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نجیب دانش ازادي راډیو ته وویل چې دغه انتحاري حمله د شش درک په سړک شوې ده.

تر اوسه دا لا نه‌ده معلومه چې د انتحاري حمله کوونکي هدف څه و.

د دغې حملې مسؤلیت تر اوسه چا نه‌دی منلی.

  • پخواني معلومات

کابل ښار کې د یوې چاودنې غږ اورېدل شوی.

تر اوسه د دغې چاودنې نوعیت او کره ځای نه‌دی روښانه شوی.

نور جزئیات وروسته ...

XS
SM
MD
LG