د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۷ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۴

دفاع وزارت: نوي جرمني سرتېري به د افغان ځواکونو په روزنه کې له دقته کار واخلي


د افغانستان دفاع وزارت دغه هېواد ته د تازه دمو جرمني سرتېرو استول یوه کلیدي او مهمه موضوع ګڼي.

د دغه وزارت ویاند جنرال دولت وزیري تېر ماښام له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې تمه لري، دغه سرتېري د افغان ځواکونو د روزنې او ملاتړ په برخه کې له ډېر دقته کار واخلي.

وزیري وايي:

"د افغانستان په شمال کې موږ د ۲۰۹ شاهین قول اردو، د پامیر فرقه او د انجنیري ښوونځی لرو. موږ هلته د روزنې، پلان جوړونې او د مشورو لپاره ضرورت لرو. جرمني په‎دې برخه کې زموږ سره مرسته کوي او موږ اړتیا ورته لرو."

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري
د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري

روانه اوونۍ د جرمني دوه لوړپوړي چارواکي یو په بل پسې افغانستان ته ولاړل.

د جرمني دفاع وزیرې اورزولا فن در لاین "Ursula von der Leyen" د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۷» د افغانستان په شمال کې مزار شریف ښار ته سفر وکړ او دغه هېواد ته‌یې د نورو جرمني ځواکونو د استولو خبر ورکړ.

خو نوموړي د دغو اضافي سرتېرو د شمېر او د استولو د وخت په اړه څه ونه‌ویل.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر زیګمار ګابریل "Sigmar Gabriel" بیا د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۹» کابل ته په خپل ناڅاپي سفر کې وویل چې افغانستان ته د خپلو نورو سرتېرو د استولو طرفدار او دې هېواد کې د جرمني ځواکونو ډېرول معقول کار دی.

د جرمني د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو دا پیغامونه احتمالاً هم د افغان چارواکو او هم د هغوی د نړیوالو متحدینو لپاره د پام وړ دي.

د امریکا متحده ایالاتو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې افغانستان ته نور سرتېري ولېږي.

د ناټو عمومي منشي په دې وروستیو کې د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې ویلي چې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې د ځواکونو د شمېر ډېرېدل د ناټو لپاره یوه اساسي موضوع ده.

د راپورونو له مخې دا مهال ۱۷ زره نړیوال ځواکونه په افغانستان کې دېره دي.

په‎دې کې ۹۸۰ تنه‌یې جرمني سرتېري دي.

تر دې وړاندې نه‌یوازې دغه سرتېري بلکې په افغانستان کې د جرمني ملکي تأسیسات هم له خطرونو سره مخامخ شوي دي.

د روان میلادي کال په مې میاشت کې د کابل په وزیر اکبر خان سیمه کې د جرمني سفارت ته نږدې تر یوې خونړۍ چاودنې وروسته د دغه سفارت فعالیت بند شو.

د کابل د ډیپلوماټیکو سیمو لپاره ځانګړی امنیتي پلان
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:19 0:00

د افغانستان د جمهوري ریاست څخه په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې افغان ولسمشر اشرف غني ګابریل ته ډاډ ورکړی چې په افغانستان کې د جرمني د سفارت او ډیپلوماتانو د امنیت ټینګښت لپاره اړین تدابیر نیول شوي دي.

په کابل کې د مې د میاشتې تر برید دمخه شااوخوا ۱۰۰ تنو په کابل کې د جرمني په سفارت کې کار کاوه.

په‎دې برید کې د افغان چارواکو په خبره شااوخوا ۹۰ تنه ووژل شول او ۴۶۰ نور ټپیان شول.

XS
SM
MD
LG