د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۰۸

جرمني افغانستان ته نور سرتېري لېږي


د جرمني دفاع وزیرې یوه ورځ وروسته تر دې چې په افغانستان کې یې د ۲۰۱۴ میلادي کال په ترڅ کې د بهرنیو ځواکونو د شمېر پر ناڅاپي کمېدو انتقاد وکړ، دغه هېواد ته‌یې د نورو پوځیانو د لېږلو ژمنه وکړه.

د جرمني دفاع وزیرې اورزولا فن در لاین "Ursula von der Leyen"پرون سې شنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۸» په مزار شریف کې وویل چې په افغانستان کې به د جرمني پوځیانو شمېر زیات کړي، خو دې دا ونه‌ویل چې څومره نور سرتېري به افغانستان ته واستوي.

د جرمني دفاع وزیره: له افغانستان نه نړیوال ځواکونه ډېر په بیړه ووتل

روېټرز اژانس لیکي، دا لومړی ځل دی چې برلین په ښکاره د امریکا د متحده ایالاتو دا غوښتنه مني چې افغانستان ته باید نور پوځیان واستول شي، تر څو د طالبانو مخه ونیول شي.

د جرمني دفاع وزیره اورزولا فن در لاین
د جرمني دفاع وزیره اورزولا فن در لاین

په افغانستان کې اوس نږدې ۱۷۰۰۰ بهرني سرتېري شته چې په دوی کې شااوخوا ۱۰ زره امریکایان دي.

تر امریکایانو وروسته تر بل هر هېواد د جرمني د پوځیانو شمېر زیات دی چې ۹۸۰ تنو ته رسېږي.

دغه ځواکونه د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت په چوکاټ کې افغان ځواکونه روزي، هغوی ته سلا مشوره ورکوي او ملاتړ یې کوي.

د جرمني دفاع وزیرې اورزولا فن در لاین پرون سې شنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۸» په مزار شریف کې له جرمني ځواکونو سره تر لیدو کتو وروسته وویل چې کافي روزونکي شته، خو د کارونو د ښه‌والي لپاره نورو ځواکونو ته اړتیا لیدل کېږي.

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د اګسټ په وروستیو کې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره ستراتېژي اعلان کړه او ویې‌ویل چې افغانستان ته به نور پوځیان واستوي، تر څو پر طالبانو فشار راشي چې د سولې له خبرو سره یوځای شي.

واشنګټن هغه مهال خپل متحدان هڅولي وو چې افغانستان ته نور سرتېري واستوي.

د جرمني دفاع وزیرې هم پرون سې شنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۸» وویل چې د افغانستان امنیتي ځواکونه باید پر طالبانو فشار زیات کړي، تر څو هغوی د سولې خبرو ته کېني.

مېرمن در لاین زیاته کړه چې د اوږدې مودې لپاره د بریالیتوب غوره لار سوله ده.

جرمني تېر میلادي کال هم افغانستان ته ۱۳۰ نور پوځیان ولېږل او اوس چې د دې هېواد دفاع وزیرې کومه ژمنه کړې ده، دا باید د جرمني د پارلمان له لوري تصویب شي.

XS
SM
MD
LG