ولسي جرګه: سبا شنبې به ۱۲ نوماند وزیران خپل کاري پروګرامونه تشریح کړي

د افغانستان ولسي جرګه وايي، ټاکل شوې چې سبا د شنبې په ورځ دې جرګې ته تازه ۱۲ معرفي شوي نوماند وزیران خپلې کاري برنامې تشریح کړي.

ولسي جرګه وايي، د رئیسانو د کمېټې په غونډه کې پرېکړه شوې چې د شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۱۱» به نوي معرفي شوي نوماند وزیران د دغه جرګې غړو ته خپلې کارې برنامې وړاندې کړي.

د ولسي جرګې مرستیال منشي عرفان‎الله عرفان د جمعې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۱۰»ازادي راډيو ته وویل چې نوماند وزیران به په درېیو ورځو کې خپلې کاري برنامې وړاندې کړي او له دې وروسته به د رأیې اچونې پروسه پیل شي.

د ولسي جرګې مرستیال منشي عرفان‎الله عرفان

دی وايي:

"راتلونکې شنبه، یکشنه او دوشنبه نوماند وزیران ولسي جرګې ته تشریف راوړي او ټاکل شوې چې سبا پنځه نوماند وزیران، بله ورځ پنځه نور او د دوشنبې په ورځ دوه تنه خپلې کاري برنامې وړاندې کړي، ورپسې موږ د رأیو صندقونو ته ځو او د رأیې ورکولو پروسه پیلوو."

دا ۱۲ نوماند وزیران ولسي جرګې ته د باور د رأيې د ترلاسه کولو په هدف تېره شنبې د ولسمشر د دوهم مرستیال سرور دانش له لوري معرفي شول.

ښاغلي دانش د ولسي جرګې په غونډه کې وویل چې دا کسان د تجربې او لیاقت له مخې ټاکل شوي او د دې جرګې له غړو يې وغوښتل چې شرایطو ته په پام سره دوی ته د باور رأیه ورکړي.

نصیر احمد دُرانی د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو، مجیب الرحمن کریمي د کلیو د بیا رغونې او پراختیا، طارق شاه بهرامي د دفاع، ویس احمد برمک د کورنیو چارو، یما یاري د فواید عامې، فیض‎الله ذکي د کار ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو، مصطفې مستور د اقتصاد، حمید طهماسي د ټرانسپورټ، شهزاد ګل اریوبي د مخابراتو او تکنالوژۍ، ګل‎اغا شيرزی د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو، نرګس نهان د کانونو او پطرولیم او نجیب‎الله خواجه عمري د لوړو زده‎کړو وزارت ته د کاندید وزیرانو په توګه معرفي شوي دي.

د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش د وزیرانو د معرفۍ په غونډه کې ډاډ ورکړ چې ډېر ژر به د کابینې او د سترې محکمې د عالي شورا پاتې غړي هم، د باور رأیې د اخېستو لپاره ولسي جرګې ته معرفي شي.

په ورته وخت کې یو شمېرحقوقي کارپوهان وايي چې د ولسي جرګې غړي دې د وزیرانو د کاري برنامو له اورېدو وروسته معیارونه په پام کې ونیسي او بیا دې رأیه ورکړي.

افغان کارپوه کبیر رنجبر

له ډلې يې کبیر رنجبر ازادي راډيو ته وویل:

"یو سلسله معیارونه دي چې باید جدي په نظر کې ونیول شي، مثلاً که یو کس کاندید شوی دی په خپله رشته کې لوړې زده‎کړي لري او په ورته وخت کې خرابه سابقه هم نه‎لري حد اقل ښه کاري تجربه لري نو تخصص او کاري تجربه باید خامخا په نظر کې ونیول شي."

ښاغلی رنجبر ټینګار کوي چې د هېواد شرایطوته په کتو باید ولسي جرګه نوماند وزیرانو ته د باور رايې د ورکړې په برخه کې له ډېرې سختۍ کار وانه خلي ترڅو په وزارتونو کې د سرپرستۍ مسله ختمه او په ادارو کې د ستونزو مخه ونیول شي.

راپور: اکرام الله اکرام