د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه وايي، که نړیوال قوتونه د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې له پاکستان سره مرسته نهکوي، نو د خپلې ناکامۍ مسؤلیت دې هم پر پاکستان نهراچوي.
نوموړی همدا شان وایي، اوس دې نړۍ د ترهګرۍ د لهمنځه وړلو لپاره له پاکستانه د نورو او لا زیاتو غوښتنو "DO MORE" پر ځای په دې لړ کې خپله ډېرې هڅې وکړي.
ښاغلي باجوه دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ ناوخته په راولپېنډۍ کې د پوځ په عمومي قوماندانۍ کې د پاکستان د دفاع د ورځې په مناسبت جوړې شوې غوندې ته په وینا کې وکړې.
د پاکستان د پوځ مشر دا څرګندونې په داسې وخت کې کړي چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسیا په اړه پهخپلې نوې اعلان کړې تګلاره کې پر پاکستان تور ولګاوه چې له امریکا د مرستو پر ترلاسه کولو سربېره پر خپله خاوره هغو ترهګرو ته پناه ورکوي چې په افغانستان کې یې پوځیان په نخښه کوي.
که څه هم پاکستان د امریکا د ولسمشر تګلاره او تورونه رد کړي، خو امریکا او افغان حکومت له تېرې اوږدې مودې راهیسې تور لګوي چې پاکستان پر خپله خاوره د ټولو ترهګرو پر ضد عملیات نهدي کړي او یوازې هغه وسلهوالیې ځپلي چې په پاکستان کې ورانی کوي.
خو قمر جاوید باجوه په خپلې وینا کې همدې تورونو ته په اشاره وویل:
"له ډېرو قربانیو او دوو لسیزو جنګي ماحول سربېره موږ ته ویل کېږي چې د ترهګرۍ پر ضد مو بېتوپیره مقابله نهده کړې."
د پاکستان د پوځ مشر په خپلې وینا کې د ترهګرۍ خلاف جګړه د خپلې بقا جګړه وبلله او ټینګار یې وکړ چې دغه جګړه به منظقي پای ته رسوي.
ده زیاته کړه:
"زه اوس وایم اوس دې باید نړۍ په دې لړ کې ډېرې هڅې وکړي. موږ به دا جنګ چې پر موږ تپل شوی دی، منطقي پای ته رسوو، دا زموږ د بقا جګړه ده او دا به موږ د خپلو راتلونکو نسلونو لپاره ګټو. که نړیوالو قوتونو په دې لړ کې زموږ مرسته او لاسنیوی نهشي کولای، نو موږ دې د خپلو ناکامیو مسؤل هم نهبولي."
نوموړي زیاته کړه:
"که پاکستان په دې جګړه کې ډېر څه نهدي کړي، نو ښايي په دې لړ کې بل یو هېواد هم څه نهوي کړي، ځکه په دومره لږو وسایلو دومره سترې بریاوې ترلاسه کول یوازې د پاکستان کمال دی."
د پاکستان د پوځ مشر یو ځل بیا خپله هغه خبره تکرار کړه چې د امریکا د ولسمشر د تګلارې تر اعلان وروستهیې له امریکا سره د اړیکو په اړه کړې وه او هغه دا چې موږ له امریکا مرسته نهغواړو، بلکې زموږ د قربانۍ احترام او درناوی دې وکړي.
باجوه همدا شان په افغانستان کې د هر هغه عمل د ملاتړ یادونه وکړه چې له مخې یې په دغه هېواد کې سوله راتلی شي.
ښاغلی باجوه وايي:
"موږ به د امریکا او ناټو د هر هغه عمل ملاتړ کوو چې له مخې یې په سیمه په ځانګړې توګه په افغانستان کې سوله راتلی شي، خو باید زموږ امنیتي اندېښنې هم ځواب شي."
د پاکستاني پوځ مشر دا څرګندونې په داسې وخت کې کړي چې په دې وروستیو کې د امریکا او پاکستان اړیکې د ولسمشر ټرمپ د تګلارې تر اعلان وروسته ترینګلې شوې دي.
Your browser doesn’t support HTML5
د امریکا ولسمشر په خپلې نوې تګلاره کې پر پاکستان تور لګولی چې خپله خاوره کې هغو وسلهوالو ته پناه ورکوي چې په افغانستان کې د دوی سرتېري په نښه کوي او پر پاکستانیې غږ کړی و چې د دې ډول وسلهوالو پر ضد دې سمدستي جدي ګامونه پورته کړي.
د امریکا پر ولسمشر سربېره دوه ورځې مخکې په چین کې د برېکس غونډې ګډونوالو هېوادونو په خپلې اعلامیه کې د القاعدې، طالبانو، داعش، حقاني شبکې په ګډون د هغو وسلهوالو ډلو لکه لشکر طیبه، جیش محمد او نورو وسلهوالو ډلو غندنه وکړه چې ویل کېږي مشران په پاکستان کې دي.
د یادونې وړ ده چې د پاکستان د دفاع وزیر خرم دستګیر او د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت د برېکس غونډې په غبرګون کې پر پاکستان لګېدلي تورونه رد کړي وو په پاکستان کې د ترهګرو مرکزونه په نشتوالي ټینګار کړی و.
راپور: ذبیح مومند