د شمالي کوریا د وروستیو اټمي ازموینو پر وړاندې امریکا وايي، له اټمي وسلو څخه د کوریا ټاپو وزمې د پاکولو او امنیت لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
د سپینې ماڼۍ ویانده سارا هاکبي سنډرز وايي، که څه هم له شمالي کوریا سره خبرې د امریکا د اقداماتو محور نهدی، خو ولسمشر ډونالد ټرمپ اوس هم د دې هېواد پر وړاندې د ډیپلوماتیکو او اقتصادي تدابیرو په شمول په راتلونکو ګامونو غور کوي.
د سنډرز په خبره د امریکا لپاره دا لومړیتوب لري چې د کوریا ټاپو وزمه امن او له اټمي وسلو پاکه وي.
د سپینې ماڼۍ ویانده سارا هاکبي سنډرز
خو نوموړې ټنیګار وکړ چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د شمالي کوریا پر وړاندې ټول انتخابونه په مخکې لري.
سپینې ماڼۍ څو ساعته وروسته تر هغې دا بیان ورکړ چې د ملګرو ملتونو سرمنشي د کوریا لهخوا د تازه اټمي ګواښونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
انټونیو ګوترس وویل، د شمالي کوریا اټمي خطر د دې وخت تر ټولو ستر بحران دی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي چې پرونيې په نیویارک کې خبریالانو ته څرګندونې کولې د شمالي کوریا لهخوا د بالسټیک توغندیو او هایډروجن بم وروستي ازمیښتونه وغندل او پر دغه هېواد يې غږ وکړ چې خپلې نړیوالې ژمنې پر ځای کړي او د موجوده بحران په مخنیوي سلا شي.
شمالي کوریا د یکشنبې په ورځ تر ځمکې لاندې هایډروجن بم تجربه کړ چې د پیونګ یانګ په وینا په لیرې واټن ویشتونکي توغندي کې لېږدول کېدای شي.
ویل کېږي چې د شمالي کوریا دا بم پنځوس کیلو ټنه و چې د امریکا تر هغې اټمي بم درې چنده لوی او زورور و چې په ۱۹۴۵ میلادي کال کې يې د دوهمې نړیوالې جګړې پر مهال د جاپان پر هیروشیما ښار غورځولی و.
که څه هم ملګرو ملتونو د امنیت شورا د شمالي کوریا د میزایلو او پر اټمي پروګرامونو بندیز لګولی دی، خو دې هېواد د لیرې واټن ویشتونکو بالسټیک توغندیو او اټمي بمونو ازمیښتونو ته دوام ورکړی دی.