ټرمپ وايي شمالي کوریا ته یې خبرداري لازم «شدت» نه درلود

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، شمالي کوریا ته د هغه دې خبر داري چې که بیا امریکا ته ګواښ وکړي، له اور او قهرسره به مخامخ شي، لازم شدت نه درلود.

ډونالد ټرمپ پرون پنجشنبه خبریالانو ته وویل چې هغه تل مذاکرې او خبرې غوره ګڼي خو پیونګیانګ بیا د امریکا پر ضد له هر ډول اقدامه، «سخته» اندېښنه ولري.

ټرمپ وویل، شمالي کوریا باید خپل کارونه سم کړي که نه له داسې غبرګون سره به مخامخ شي چې څو محدود شمېر هېوادونه ورسره مخامخ شوي دي.

ولسمشر ډونالد ټرمپ

ډونالد ټرمپ وویل:

"موږ سل په سلو کې د خپل پوځ ملاتړ لرو، موږ د ټولو ملاتړ لرو، ډېر نور رهبران زموږ ملاتړ کوي، موږ ولیدل چې نن یوشمېر سناتوران او نور کسان ولاړ شول او زموږ د خبرو ملاتړ يې وکړ، خو ښايي دا خبرې هغومره شدیدې نه وې چې اړتیا یې وه."

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر د تېرې سې شنبې په ورځ شمالي کوریا ته خبرداری ورکړ چې امریکاته ګواښونه بند کړي که نه له «اور او قهر» سره به مخامخ شي.

د ټرمپ تردې خبرې وروسته، شمالي کوریا وویل چې په احتیاط د امریکا په پسفیک ټاپو، ګوام کې پر ځیني اهدافو د مزایلو د حملې د بېلابېلو اړخونو ارزونه کوي.

شمالي کوریا وویل چې هدف یې د داسې مزایل جوړول دي چې اټمي مردکۍ ولېږدوي او د امریکا د خاورې د ویشتلو توان ولري.

د شمالي کوریا د خلکو پوځ ویاند، په یوه اعلامیه کې چې د شمالي کوریا پر دولتي ټلوېزیون خپره شوه، وویل چې پر ګوام د مزایلو د حملې لپاره د خپل مشر، کېم یونګ اون امر ته معطل دي.

ګوام د امریکا لپاره ډېر مهم ټاپو دی او له هغه ځاي په اسیا - پاسفیک سیمه کې پوځي ماموریتونه سر ته رسوي.

ګوام ټاپو

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون خبریالان په نیوجرسي کې د ګلف خپل کلب ته ور غوښتي و او له هغوی سره په خبروکې یې د امریکا پر مخکنۍ اداره نیوکه وکړه چې د شمالي کوریا په وړاندې یې له لازم شدته کار نه دی اخیستی.

ټرمپ وویل چې د شمالي کوریا هڅې چې غواړي اټمي وسله جوړه کړي، یوه تراژيدي ده.

ټرمپ خبریالانو ته وویل چې خبرې او مذاکرې تل غوره ګڼي خو شمالي کوریا باید د امریکا پر ضد له هر اقدامه سخته اندېښنه ولري.

شمالي کوریا څو اوونۍ وړاندې انترکانټینینتال مزایل وازمویل او ادعا یې وکړه چې مزایل یې د امریکا په خاوره کې اهداف ویشتلائ شي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د شمالي کوریا د دې ازموینو په ځواب کې پر هغه هېواد په بې ساري ډول سخت بندیزونه ولګول.