د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۰ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۱:۵۰

د امریکا او شمالي کوریا ترمنځ سختو خبرداریو جرمني اندېښمن کړی


د جرمني حکومت نن چهار شنبه د شمالي کوریا او امریکا تر منځ د وروسیتو سختو خبرداریو له امله کلکه اندېښه څرګنده کړه او پر دواړو خواوو یې د کرارۍ غږ کړی دی.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویاند نن خبریالانو ته وویل چې د کوریا پر ټاپو وزمه روان کړکېچ ته له ډېرې اندېښنې سره ګوري.

د شمالي کوریا حکومت نن اعلان وکړ چې په احتیاط، پر امریکا د توغندیو د حملې امکانات څاري.

تر دې اعلان څو ساعته مخکې، د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ پیونګ یانګ ته خبرداری ورکړ چې هر ډول ګواښ ته به‌یې په "اور او قهر" ځواب ورکړي.

د شمالي کوریا د خلکو پوځ یوه ویاند ویلي چې پر ګوام د توغندیو د حملې لپاره د خپل مشر «کېم جونګ اون» امر ته معطل دي.

د پوځ د ویاند دا وینا په هغې خبرپاڼه کې چې نن د شمالي کوریا دولتي ټلوېزیون خپره کړه، راغلې ده.

د پوځ ویاند زیاته کړې چې توغندي به‌یې په ګوام کې د امریکا پوځي اډې په نښه کړي.

په جنوبي کوریا کې د کوریاګانو د یووالي وزارت ویاند «بایک تاي هیون» نن د جنوبي کوریا په پلازمېنه سیول کې د دې بیان په وړاندې په غبرګون کې وویل:

"د شمالي کوریا له لوري داسې بیانونه د شمالي او جنوبي کوریا له اړیکو سره مرسته نه‌شي کولای، زموږ حکومت به د کوریا پر ټاپو وزمه د سولې او ثبات ټینګولو او د دواړو خواوو ترمنځ د همکارۍ لپاره هڅې جاري وساتو."

ګوام د امریکا لپاره ډېر مهم ټاپو دی او له هغه ځای په اسیا پاسیفیک سیمه کې پوځي مأموریتونه سر ته رسوي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ شمالي کوریا ته خبرداری ورکړی چې امریکا ته ګواښ به ډېر سخت عواقب ورته ولري.

XS
SM
MD
LG