د افغانستان اجرائيه ریاست د دې هېواد لپاره د حقاني شبکې او طالبانو په پرتله داعش ډله جدي خطر نهګڼي.
د اجرائيه ریاست مسؤلین که څه هم داعش یوه خطرناکه ترورېستي ډله ګڼي، خو وايي چې دا ډله د دې هېواد په وړاندې د وسلهوالو طالبانو او حقاني شبکې په پرتله جدي ګواښ نهدی.
د اجرائيه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل د پنجنشبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې د ټولو ترورېستي ډلو په وړاندې جدي مبارزه روانه ده او د دغو ډلو له ختمېدو مخکې به پای ته ونهرسېږي.
ښاغلي فیصل زیاته کړه:
"داعش یوه ترورېستي ډله ده او موږ دا خطر ګورو، خو په مقایسوي ډول له طالبانو او حقاني شبکې څخه جدي ګواښ نهدی. اساسات او ایډیالوژي يې له افغانستان سره مطابقت نهلري نو په همدې دلیل به په دې هېواد کې ځای ونهمومي خو اړتیا شته چې له داعش سره مبارزه وشي."
اجرائيه ریاست په داسې حال کې د داعش ډله له وسلهوالو طالبانو او حقاني شبکې څخه وروسته درېیم خطر ګڼي چې دغې ډلې د روانې اوونۍ د سې شنبې په ماښام په هرات کې د جوادیه پر جومات حمله وکړه چې له املهيې ۳۳ تنه ووژل شول او له ۶۰ ډېر ټپيان شول.
دې ډلې په روانه اوونۍ کې په کابل کې د عراق په سفارت هم حمله وکړه چې دوه تنه ملکي افغانان پهکې ووژل شول.
داعش ډلې د تېرو دوو کلونو په اوږدو کې د روښنايي غورځنګ د غړو په ګډون، د باقر العلوم په مدرسه، په سخي زیارت، الزهرا جومات، سردار داود خان روغتون او په یو شمېر نورو سیمو حملې وکړې چې له املهيې سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
دې ډلې همداراز د هېواد په ختیځ ولایت ننګرهار کې فعالیت درلود چې حتی امریکايي پوځيانو پرې په اچین ولسوالۍ کې تر ټولو لوی غیر هستوي بم هم استعمال کړ.
سره له دې چې په لومړیو کې دې ډلې زیات فعالیتونه درلودل، خو افغان او امریکايي چارواکي د دې ډلې د ځپلو خبر ورکوي، تر دې چې په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت ویاند ویلیم سالوېن وویل چې په تېر یو کال کې د داعش ډلې د وسلهوالو شمېر له ۳۰۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ کسانو راټیټ شوی دی.
په ورته وخت کې د جګړې او سولې انسټټیوت یو شمېر غړي وايي چې باید د دښمن ترمنځ تفکیک ونهشي.
د دې انسټټیوټ یوه غړي حکمتالله عظیمي ازادي راډيو ته وویل چې افغان حکومت په دې خاطر داعش جدي خطر نهګڼي چې په دې برخه کې د روسیې او ایران اندېښنې راکمې کړي.
دی وايي:
"اوس په دې کې شک نهشته چې داعش تر طالب کمزوری دی، خو که داعش په همداسې حرکت مخکې ځي نو یوه ورځ به داسې راشي چې بیا به طالب او داعش یوه اندازه زور ولري او په هغه وخت کې به طالبان هم د دې توانايي ونهلري او یا به نهغواړي چې بیا له داعش ډلې سره جنګ وکړي."
ښاغلی عظیمي هم داعش ډله د وسلهوالو طالبانو او حقاني شبکې په پرتله جدي خطر نهګڼي خو وايي چې په اوږد مهال کې به دا ډله خطرناکه ثابته شي.
راپور: اکرامالله اکرام