د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۳

کاووسي: د کابل ښار نننیو انتحاري حملو کې۲۴ تنه وژل شوي


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مسؤلین وايي چې د کابل ښار د دوهمې امنیتي حوزې اړوند ددفاع وزارت دروازې مخې ته په نننیو انتحاري حملو کې ۲۴ تنه وژل شوي او ۹۳ نور ټپيان شوي.

تر دې مخکې د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته ویلي و چې په دغه انتحاري حملو کې له لسو زیات کسان وژل شوي او تر ۳۰ ډېر ټپیان شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت یوه امنیتي سرچینه چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل چې په وژل شویو کسانو کې د چټک غبرګون قطعې یو قوماندان هم شامل دی، همداراز ناتایید شوي راپورونه وايي چې د وژل شویو کسانو په ډله کې د دوهمي امنیتي حوزې د امر او اداري معاوین په ګډون شپږ تنه د پولیسو منسوبین هم وژل شوي.

دا انتحاري حملې نن دوشنبې له غرمې وروسته شوې دي.

د کابل ښار د نننیو انتحاري حملو مسؤلیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی دی.

دا حملې په داسې حال کې کېږي چې تردې وړاندې هم په یاده سیمه کې پر امنیتي منسوبینو انتحاري حملې شوي دي.

کابل ښار چې په دې ورستیو څو ورځو کې د امنیتي پلوه څه ارامه و نننیو انتحاري حملو یو ځل بیا د خلکو په منځ کې وېره خپره کړې ده.

دا په روان لمریز کال کې ددفاع وزارت دروازې ته نږدې دوهمه انتحاري حمله ده، د کب میاشتې په یاده انتحاري حمله کې د امنیتي چارواکو له قوله ۱۲ تنه وژل شوي و.

د سږکال په چنګاښ میاشت کې د کابل ښار په لوېدیځه څنډه کې د ملي پولیسو د نویو فارغه شویو افسرانو پر موټرو په انتحاري حمله کې ۳۲ تنه ووژل شول.

د همدې کال په غبرګولې میاشت کې په کابل ښار کې د نیپالیانو پر کاسټر موټر انتحاري حمله کې ۱۴ تنه ووژل شول.

همدارنګه د روان کال په غوايي میاشت کې د پُل محمود خان په سیمه کې د رجال برجسته پر مرکز موټربم او ډله ییزه انتحاري حمله کې ۶۴ تنه ووژل شول.

د همدې کال په زمري میاشت کې د کابل ښار په دهمزنګ سیمه کې د روښنايي غورځنګ کسانو پر مظاهرې انتحاري حملو کې دعامې روغتیا وزارت معلوماتو له مخې ۶۶ تنه ووژل شول او سلګونه نور ټپيان شول.

او په دې وروستیو کې په کابل پر افغان امریکايي پوهنتون وسله واله ډله ییز برید کې ۱۲ تنه ووژل شول.

پخواني معلومات

په کابل ښار کې د دوو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

ویل کېږی چې دا چاودنې شېبه مخکې د ملي دفاع وزارت د دروازې مخ ته شوې دي.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت هم په کابل ښار کې د چاودنې خبر تائیدوي.

خو د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي وویل چې تر اوسه د چاودنې په اړه ډېر جزئیات نه‌لري.

XS
SM
MD
LG