د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۱

افغان دیني عالمان وایي، پر جوماتونو د برید کوونکو ځای جهنم دی


افغان دیني عالمان د هرات په یوه جومات کې تر سره شوی برید د ټولو اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف عمل بولي او وايي چې د داسې برید کوونکو ځای جهنم دی.

افغان دیني عالمان پر لمونځ کوونکو برید او د مسلمانانو ناحقه وژل، د ټولو انسانانو وژنه بولي او وايي چې د هرات وروستۍ پېښې سخت خواشیني کړي دي.

له دې ډلې د ولسي جرګې غړی مولوي تره‌خېل محمدي وايي چې په داسې بریدونو کې څو ډلې شاملې وې چې ټولې یې د جزا وړ دي.

ښاغلي محمدي زیاته کړه:

"دا ډول برید کبیره ګناه او ډېر ناروا عمل دی، هر چا چې کړی، هر چا چې په دې کې مشوره ورکړې، هر چا چې ورته زمینه برابره کړې، هر چا چې پلان ورکړی او ملاتړ یې کړی، رب‌العالمین به دا ټول د غدارانو په ډله کې راپورته کوي او ان‎شاءالله، په ورځ د قیامت به په جهنم کې وي."

دا په داسې حال کې ده چې د امنیتي چارواکو د معلوماتو له مخې، د هرات ښار د بکر اباد سیمې جوادیه جومات ته تېر ماښام دوه حمله کوونکي ننوتل، په جومات کې یې لمونځ کوونکي لومړی په ډزو وویشتل او بیا یې په ځان پورې تړلو چاودېدونکو موادو ته چاودنه ورکړه.

د ځایي چارواکو له خولې، وروستي معلومات ښيي چې په دغې پېښه کې ۳۳ کسان وژل شوي او څه باندې ۶۰ نور ټپیان دي.

د علماوو له غندلو ورهاخوا، دا برید ولسمشرۍ ماڼۍ، اجرائیه ریاست، د امریکا سفارت، اروپايي ټولنې، د ترکیې او ایران د بهرنیو چارو وزارتونو او ګڼو نورو ادارو غندلی دی.

ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې اعلاميې له خپرولو سره له علماوو او هېوادوالو غوښتي چې د دا ډول وحشتونو پر ضد غږ اوچت کړي.

دیني عالمان وايي، دوی تل په دې اړه کرکه ښودلې او له داسې غمیزو څخه د وتلو لار د حکومت او ولس له‌خوا په ګډه مبارزه کې ده.

قاضي طالب‎الدین قدیري ازادي راډیو ته وویل، څوک چې د دا ډول بریدونو جوازونه ورکوي د اسلام له نظره د غندلو وړ دي.

ښاغلي قدیري وویل:

"په قران پاک کې راغلي، څوک چې یو کس ناحقه مړ کړي، لکه انسانیت‌یې چې وژلی وي، دا ډېر وحشیانه کار دی، دا ډول کار په اسلام کې څه چې په نورو ادیانو کې هم نه‌شته، دا ډله‌ییزې وژنې د ډېرو غندلو دي او باید هر څوک‌یې وغندي، حکومت او ولس باید په ګډه تصمیم ونیسي او دې وحشي کار ته بد ووايي."

په جوماتونو او تکیه‌خانو دا لومړی برید نه‌دی چې له ځانه سره ډېره مرګ ژوبله لري، بلکې له دې وړاندې د مرکز کابل په شمول په ګڼو ولایتونو کې د عبادت او د راټولېدو نور ځایونه په نښه شوي دي.

له دې وړاندې وسله‌والو د روان کال د جون په ۱۵مه د کابل د دشت برچي سیمه کې د الزهرا نومي جومات هدف ګرځولی و، په کومه پېښه کې چې ۶ کسان وژل شوي او نېږدې ۱۵ نور ټپيان شوي وو.

تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې په هرات کې د تر سره شوي برید پړه پر غاړه نه‌ده اخیست، خو له دې وړاندې داعش وسله والې ډلې، د داسې ډېرو حملو مسؤلیت منلی چې پکې د افغانستان شیعه مذهبي هدف ګرځول شوي دي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG