د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۳

پر سردار داوود خان روغتون د ډله ییزې حملې په اړه نړېوالې تبصرې


ګڼو نړیوالو ورځپاڼو او خپرونو په کابل کې د سردار محمد داود خان پر پوځي روغتون د وروستي ډله ییز برید په اړه لیکنې، راپورونه او مقالې خپرې کړي دي.

د نیوزویک اونیزه په دې اړه په یو راپور کې وايي، بریدګرو د ډاکټرانو په څېر جامې اغوستې وې او روغتون ته د روغتون د ودانۍ د شا له خوا تر یوې چاودنې وروسته ننوتي دي.

نیوزویک وړاندې لیکي:

داعش وسله والې ډلې د دې برید مسؤلیت په داسې حال کې پر غاړه اخیستی دی چې تر دې یوه میاشت مخکې یې هم کابل ښار کې د یو بل خونړي برید پړه منلې وه.

اونیزې افغانستان کې د وسله والو ډلو د فعالیتونو زیاتېدو ته په اشارې په دې هېواد کې د امریکايي جنرال جان نیکلسن هغه څرګندونې هم یادې کړې چې افغانستان کې یې د نورو بهرنیو سرتیرو غوښتنه کړې وه.

نیوزیک زیاتوي تراوسه د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان په اړه خپله راتلونکې پالیسي نه ده روښانه کړې.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د چهارشنبې په ورځ کابل کې پر څلورسوه بستریز پوځي روغتون د برید په اړه او دا چې د اسلامي دولت وسله والې ډلې یې مسؤلیت منلی په یو خپاره کړي راپور کې لیکلي، د اسلامي دولت په وسله والې ډلې سره تړلي وسله وال د افغانستان ختیځ کې د پښو ټینګولو هڅه کوي خو دا ډله په پرله پسې توګه د افغانستان د امنیتي ځواکونو د عملیاتو او نړیوالو هوايي ځواکونو له هوايي بریدونو سره مخ ده.

ورځپاڼه د امریکا د پوځ د یو ویاند له خولې وايي چې د دې ډلې ۷۰۰ وسله وال په دې وروستیو کې وژل شوي دي.

نیویارک ټایمز وايي، پر دې سربېره دا ډله کابل کې په زیاتیدونکې توګه د ځان وژونکو بریدونو مسؤلیت پر غاړه اخلي چې پر دې روغتون برید یې تر اوسه تر ټولو پیچلی او ماهرانه برید ګڼل کېږي.

د فوربس خپرونې په خپلې وروستۍ ګڼې د پاکستان له خوا د افغانستان سره د بندرونو د تړلو او پر افغانستان او په دې هېواد کې د ناټو پر ځواکونو یې د دې کار پر اقتصادي اغېزو لیکنه کړې.

د لیکوال په وینا د ۴۸ ساعتونو لپاره د سپین بولدک او تورخم د بندرونو پرانیستل د هغو کسانو لپاره یو وړوکی او ډېر ناوخته اقدام دی چې دوه اوونۍ یې له پولي اغاړه د دې لارو د پرانیستو لپاره په انتظار تېرې کړي دي.

فوربس وايي، پاکستان یو شمېر مسافرو ته چې د پولي اغاړه د ویزو او اسنادو د لرلو سربیره ایسار وو افغانستان ته د اوښتو اجازه ورکړه، خو هغو عادي خلکو ته چې تل له دې لارې په منظمه توګه تګ راتګ کوي او د تجارتي موادو کانټینرونو ته یې افغانستان ته د تلو اجازه نه ده ورکړې.

فوربس وايي، پاکستان باید بې له ځنډه د مهاجرینو او افغانستان سره د قانوني سوداګرۍ لپاره تړلې لارې پرانېزي.

د فوربس خپرونې په وینا، د قانوني سوداګرۍ پر مخ د پاکستان له خوا دوه اونۍ د لارې تړل کیدو ترهګرو ته د تازه نفس اخیستو فرصت ورکړی او هم یې افغان امنیتي ځواکونو او ناټو ته پر انتقالاتو اغېز کړی دی.

د فوربس په وینا د دې لارې تړل د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې د افغان او ناټو ځواکونو د هغو اکمالاتو لپاره ناوړه عواقب لري چې د طالبانو، حقاني شبکې او داعش د وسله والو پر ضد یې کوي.

XS
SM
MD
LG