د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۸

داور: په جوزجان کې طالب وسله‌والو او داعشیانو خپلو کې نښته کړې


د افغانستان په شمالي ولایت جوزجان کې د اسلامي دولت یا داعش او طالب وسله‌والو ترمنځ جګړه شوې ده.

تېره شپه د جوزجان په درزاب او قوش‌تپې ولسوالیو کې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعشیانو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ وسله‌واله نښته شوې ده.

د درزاب ولسوال باز محمد داور ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د داعش ډلې جنګیالو هڅه کوله تر څو د اونچي قره‌یورت ستراتېژیکه سیمه چې د درزاب او قوش‌تپې ترمنځ غځېدلې ساحه ده د نظامي اډې د جوړولو په مقصد خپله کړي.

داور وايي اونچي قره‌یورت یوه مهمه او ستراتېژیکه سیمه ده چې داعشیانو ته د نظامي پټن‌ځای او ترورېستي اډې جوړولو په خاطر ډېره مهمه بلل کېږي، خو تېره شپه طالبانو داعشیانو ته دا اجازه ورنه‌کړه تر څو پر یاده سیمه تسلط پیدا کړي او دواړو لورو په خپل منځ کې وسله‌واله جګړه وکړه.

هغه وویل:

"د داعش ډلې جنګیالیو تېر شپه ۶ بجې د درزاب ولسوالۍ د سردرې سیمې له لوري خواجه اشګره ته راغلل او وروسته‌یې د اونچي قره‌یورت سیمې د تصرف په هدف له طالبانو سره وسله‌واله جګړه پیل کړه، دا جګړه د شپې پر ۱۱ بجو ختمه شوه، د داعشیانو دوه تنه او د طالبانو یو کس ژوبل شوي دي."

د درزاب ولسوال وايي چې وسله‌والو طالبانو داعشیان په شا تمبولي او اجازه‌یې نه‌ده ورکړې چې د اونچي قره‌یورت سیمه خپله کړي.

داور دې ټکي ته هم اشاره وکړه چې د درزاب او قوش‌تپې ولسوالیو په شااوخوا سیمو کې دوه ډلې ترورېستان فعالیت کوي چې یوه ډله‌یې طالبان دي چې مشري یې قاري غني او مولوي صنعت‌الله کوي او بله ترورېستي ډله د اسلامي دولت نومې یا داعش ډلې پورې اړوند کسان دي چې مشري یې قاري حکمت کوي او د دواړو لورو تر منځ د موجوده اختلافاتو پر سر هره ورځ وسله‌والې نښتې کوي.

ښاغلی داور زیاتوي:

"طالبانو پر خپل ځان د اماراتي کسانو نوم اېښی دی او داعشیان ځان د خلافت اسلامي سرتېري بولي، دا دوه ډلې هره ورځ یو له بل سره وسله‌والې نښتې ترسره کوي، له خلکو عشر اخلي او زکات په زوره ټولوي، دوی بس خلک ځوروي او بل کار نه‌لري."

درزاب او قوش‌تپه د جوزجان ولایت له جګړه‌ځپلو سیمو څخه شمېرل کېږي چې د دې ولسوالیو ګن شمېر سیمې همدا مهال د داعشیانو او د افغان دولت د وسله‌والو مخالفینو په کنټرول کې دي.

چارواکي وايي چې داعشیان لا هم هڅه کوي چې اونچي قره‌یورت ستراتېژیکه سیمه خپله کړي او له دې ځایه د دولت پر ضد پراخ ترورېستي فعالیتونه ترسره کړي چې د طالب وسله‌والو له ممانعت سره مخ دي.

طالب وسله‌والو او داعش ډلې تر دې دمه د دواړو لورو ترمنځ د اوښتې وسله‌والې نښتې په اړه، نظر نه‌دی څرګند کړی.

راپور: مجیب‌الرحمن حبیب‌زی

XS
SM
MD
LG