د افغانستان د مشرانو جرګې غړو د سولې عالي شورا په فساد تورنه کړه او د دغې شورا په منحل کېدو يې ټينګار وکړ.
د دغې جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي چې د سې شنبې ورځې د جرګې مشري یې کوله يه دې اړه د سناتورانو له څرګندونو وروسته وویل چې د سولې عالي شورا په نوم پیسې حیف و میل کېږي او د دغې شورا غړي په یو وخت څو بېلابېلې دندې لري.
نوموړي وویل:
"زموږ غوښتنه له حکومته دا ده چې د سولې په عالي شورا کې چې کومې پیسې لګوي دا پیسې ښه دی چې په امنیتي سکټور، پوهنې او د بندونو په جوړولو ولګوي، د سولې عالي شورا تر اوسه کومه د پام وړ لاسته راوړنه نهدرلوده، یوازې لوړ لګښتونهیې کړي، ډونرانو ته وایو کومې پیسې چې سولې شورا ته ورکوئ حیف او میل کېږي، په کومه کچه چې د سولې په شورا کې فساد دی په هېڅ اداره کې نهشته او باید منحله شي."
دا خبرې وروسته له هغې وشوې چې یو شمېر سناتورانو د افغانستان د سولې عالي شورا په هغو څرګندونو تُند انتقادونه وکړل چې ویلي د راروانو ټاکنو د ښه امنیت لپاره پر داسې طرحې کار کوي چې له مخې یې د انتخاباتو پر وخت، په نا امنه سیمو کې اوربند وشي.
سناتور نثار حارث وویل، د سولې شورا په افغانستان کې د دایمي اوربند لپاره تر اوسه هېڅ اساسي کار نهدی کړی.
ښاغلي حارث زیاته کړه:
"زما لپاره ډېره جالبه ده چې د سولې عالي شورا لوړپوړي چارواکي اعلانوي چې د انتخاباتو پر مهال غواړو اوربند وشي، ولې د دایمي اوربند هڅه نهکېږي؟ ولې په افغانستان کې هر څه موقتي او د یوې ورځې لپاره وي؟ ځينې خبرې شته چې د سولې عالي شورا د دایمي سولې لپاره اقدام نهکوي."
د افغانستان د سولې عالي شورا د سناتورانو د دغو څرګندونو په باب تازه غبرګون نهدی ښودلی.
خو محمد کریم خلیلي چې پهدې وروستیو کې د افغانستان د سولې د عالي شورا د مشر په توګه ټاکل شوی، ویلي چې د سولې عالي شورا په تېر کې ځينې ستونزې درلودې، خو په خبرهیې چې د نوې کړنلارې له مخې به خپل هدف په جدي توګه تعقیب کړي.
د افغانستان جمهوري ریاست د سولې عالي شورا کارونه ګټور او د دغې شورا شتون د وخت اړتیا ګڼي.
د جمهوري ریاست مرستیال ویاند نجیبالله ازاد ازادي راډيو ته وویل چې د حزباسلامي له مشر ګلبدین حکمتیار سره سوله د دغې شورا او افغان حکومت یوه مهم لاسته راوړنه ده.
خو یو شمېر سناتوران وايي چې یاده شورا د تېر په څېر د پام وړ کار نهشي کولای او په وینا يې چې د افغانستان سوله او جنګ تر ډېره سیمهییز اړخ لري چې دا شورا یې باید په سیمهییزو او نړیوالو اړخونو ډېر تمرکز وکړي.
راپور: ناجیه ساپۍ