د افغانستان د سولې عالي شورا پرون دوشنبه د سولې لپاره نوې سټراټیژي اعلان کړه.
په دې سټراټیژۍ کې چې د کریم خلیلي په مشرۍ د دې شورا له غوره وروسته په عمومي غونډه کې اعلان شوه، د طالبانو په وړاندې نرم او سولهییز دریځ ښودل شوی دی.
عصمت څاروان د سولې د عالي شورا د نوې سټراټیژۍ په اړه د دې شورا د دارلانشا له رئيس ډاکټر اکرم خپلواک سره خبرې کړي او لومړی یې له نوموړي څخه پوښتلي چې په سټراټیژۍ کې څه تغیر راغلی دی؟