د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۱

دنیا: د سولې عالي شورا چې څه وايي هغه به عملي کړای شي؟


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغانستان د سولې د عالي شورا په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې په خپل یو مطلب کې د سولې د عالي شورا په پرونۍ عمومي غونډه کې د یادې شورا د نوي رئیس محمد کریم خلیلي څرګندونې راخېستې دي.

د مطلب لیکونکی لیکي:

د سولې د عالي شورا نوي رئیس ویلي، خلک د سولې د عالي شورا او د کارونو په اړه یې ښه نظر نه‎لري خو د ده په خبره چې دا لید لوری به بدل کړي.

د مطلب لیکوال لیکلي، ښاغلي خلیلي وویل چې په تېرو اوو کلونو کې د سولې د عالي شورا په کار کې ښه او ضعیف مسایل موجود و چې د شورا عمومي مجموعه باید ضیف مسایل ترې یوې خواته کړي.

په مطلب کې د سولې د عالي شورا د نوي رئیس له خولې دا هم راغلي چې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې جګړه روانه ده، خلک له دوی د سولې د راوستلو هیله لري چې لازمه ده دغه شورا یې هیلې پوره او سوله راولي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې په دې اړه لیکلي.

کریم خلیلي ویلي چې د سولې خبرې باید د وسله‎والو طالبانو د یو لړ سالمو او ملی نظریاتو په منلو سره تعقیب شي.

په مطلب کې دغه شان راغلي چې د سولې د عالي شورا نوي رئیس د طالبانو سره د سولې د خبرو د تعقیب لپاره نسبتاً نرمه ژبه وکاروله ویې ویل، زمونږ کړن‎لاره د طالبانو تسلیمېدل نه‎دي او باور لرم چې د نوې کړن‎لارې له مخې چې په کې د طالبانو په ګډون زموږ د جدي مخالفینو تر څنګ نور واړه مخالفین هم شته د ټولو غوښتنو ته به درناوی وشي.

دنیا:

دنیا خپلواکې ورځپاڼې د موضوع په اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، د سولې عالي شورا چې تازه جوړښت یې تېره اوونۍ د ولسمشر له خوا اعلان شو په خپل تازه بیان کې ویلي چې هڅه کوي د سولې مشخص شوي هدف ته ځان ورسوي.

په سرمقاله کې راغلي، شورا وايي چې دا ځل هڅه کوي چې د سولې په برخه کې مؤثر او ګټور ګامونه پورته کړي ځکه د دوی په خبره خڼدونه یې پېژندلي او په جلا جلا توګه به یې تر رفع کولو وروسته سولې ته ورسېږي.

خو سرمقاله لیکونکي پوښتنه مطرح کړې چې د سولې عالي شورا چې څه وايي هغه به عملي کړای شي؟

XS
SM
MD
LG