د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۰

د سولې شورا: د نوې کړن‌لارې له لارې وسله‌والو مخالفینو سره سولې ته کار کوو


د افغانستان د سولې د عالي شورا نوی رئیس وايي، د سولې عالي شورا د یوې تازه، جدي او فعالې کړن‌لارې له مخې له وسله‌والو طالبانو سره روغې جوړې ته کار کوي.

د سولې عالي شورا وروسته تر هغې چې تېره اوونۍ یې نوی جوړښت اعلان شو د دوشنبې په ورځ‌یې خپله لومړنۍ عمومي غونډه راوبلله.

د دغې شورا نوي مشر کریم خلیلي په کابل کې یادې جوړې شوې دې غونډې ته وویل چې د سولې عالي شورا تېر وخت کې ځينې تشې درلودې چې باید ډکې شي.

ده وویل چې د سولې عالي شورا به د نوې کړن‎لارې له مخې خپل هدف په جدي توګه تعقیب کړي.

نوموړي دغه‌شان ټينګار وکړ چې سوله کول د طالبانو د تسلیمۍ په معنی نه‎ده او دوی ته ښايي چې د افغانانو دې هیلې ته لبیک ووايي.

ښاغلي خلیلي زیاته کړه:

"موږ سوله هغه وخت مخته وړلی شو چې هغه روحیه چې سوله د طالبانو د تسلیمۍ په معنی یادېږي بدله شي او له دې اړخه هم ټینګار دا دی چې سوله د بې‌معنی امتیازونو په ورکولو او د لاسته راوړنو د قربانۍ په معنی هم نه‎ده دا یو دقیق مېکانیزم ته اړتیا لري او د دواړو لورو خیر باید په نظر کې ونیسو."

د سولې عالي شورا اووه کاله مخکې د سولې د مشورتي جرګې د پرېکړې له مخې د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي له‎خوا د وسله‎والو طالبانو سره د سولې د خبرو اترو په هدف رامنځته شوه.

که څه هم طالبانو تر اوسه د دغې شورا غوښتنې نه‎دي منلي خو د حزب‎اسلامي له مشر ګلبدین حکمتیار سره سوله د دغې شورا او افغان حکومت یوه لاسته راوړنه بلل کېږي.

له برهان‌الدین رباني، صلاح‌الدین رباني او پیر سید احمد ګېلاني څخه وروسته کریم خلیلي د دغې شورا څلورم رئیس دی چې ټاکل کېږي.

د دې تر څنګ د یادې شورا لپاره شپږ مرستیالان، اجرائیه غړي او عمومي مجموعه تېره اوونۍ د جمهور رئیس غني په حضور کې اعلان شوه.

د دغې عمومي مجموعې له جوړېدو وروسته ټاکل شوې چې د سولې د عالي شورا نوی جوړښت د نوې ستراتېژی له مخې خپل کار ته دوام ورکړي.

د سولې عالي شورا د دارالانشا مشر محمد اکرم خپلواک چې په دې غونډه کې یې خبرې کولې، ټینګار وکړ چې د دغې ستراتېژۍ له پلي کېدلو سره به په بېلابېلو ولایتونو کې د جګړو عوامل وڅېړل شي.

د سولې عالي شورا د دارالانشا مشر محمد اکرم خپلواک
د سولې عالي شورا د دارالانشا مشر محمد اکرم خپلواک

نوموړی وايي:

"د مثال په توګه د هلمند جنګ یو ډول عوامل لري خو په بدخشان، ننګرهار، سرپل او فاریاب کې بیا نور عوامل لري، د سولې عالي شورا دا ټول عوامل بررسي کوي او د هغو عواملو د له‎منځه وړلو له لارې چې د جګړو او فاصلو سبب شوي حکومت ته عملي طرح وړاندې کوي او د تطبیق لپاره‌یې ګډ کار کوو."

د ښاغلي خپلواک په باور نړیوالې ټولنې او افغان حکومت د سولې له نوې ستراتېژی څخه ملاتړ او هرکلی کړی دی.

خو د سولې د عالي شورا په کړنو ځيني انتقاد کوونکي وايي چې یاده شورا د تېر په څېر د پام وړ کار نه‎شي کولای.

د مشرانو جرګې منشي محمد فیصل سمیع وايي چې د افغانستان سوله او جنګ تر ډېره سیمه‎ییز اړخ لري چې دا شورا یې باید په سیمه‌ییزو او نړیوالو اړخونو ډېر تمرکز وکړي.

راپور: یوسف خان ځدران

XS
SM
MD
LG