د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۲

مسیر: ولسمشر غني بیا لار غلطه کړې


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په بېلابېلو برخو کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د وروستیو کړنو په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

مسیر:

مسیر خپلواکې ورځپاڼې په خپل یو مطلب کې لیکلي، ولسمشر غني بیا لار غلطه کړې.

په مطلب کې وړاندې راغلي چې ښاغلي غني د امریکايي سناتورانو له پلاوي سره منلې چې د امریکا تر نظارت لاندې به د ډیورند په اوږدو کې له پاکستان سره ګډ پوځي عملیات کوي.

د مطلب د لیکونکي په باور دا همغه غلطه لار ده چې ولسمشر غني پرې دوه کاله مخکې ترکستان ته ورسېد.

د ده په خبره د امریکا په منځګړتوب له پاکستان سره دا ګډ پوځي عملیات یو ځل بیا د پاکستان پر وړاندې د ښاغلي غني د بهرني سیاست ژور تناقضات په ډاګه کوي.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې هم په خپلې نننۍ ګڼه کې په دې نوم یو مطلب چاپ کړی، د ولسمشر غني بله تېروتنه.

د مطلب د لیکونکي اشاره د سولې د عالي شورا د رئیس په توګه د محمد کریم خلیلي او د یادې شورا د نورو غړو ټاکنې ته ده.

د مطلب د لیکوال په وینا د سولې د عالي شورا اوسنی رئیس، د قومي، ژبني او مذهبي نظره د طالبانو د خوښې وړ نه دی.

دی دا هم لیکلي چې د یادې شورا په ترکیب کې هیڅ یو ملي، با تقوا، پوه، عدالت غوښتونکی، سوله خوښی او با احساسه شخص نشته.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د ولسمشر په نوښت د ماشوم د ادبیاتو د ملي ټولنې د جوړولو خبر خپور کړی دی.

په دې اړه وړاندې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست محمد رسول باوري له قوله لیکل شوي چې د دغې ټولنې د جوړېدلو لپاره به د لیکوالانو او د هغو ټولنو چې د ماشومانو د ادبیاتو په برخه کې کار کوي تر مشوره اخیستلو ورسته یوه مقرره جوړه او ټول کارونه به تر سره شي.

XS
SM
MD
LG