د لاسرسي لېنکونه

د سولې عالي شورا نن دوشنبه عمومي غونډه ترسره کوي


د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، نن دوشنبه د يادې شورا د لسګونو غړیو په ګډون عمومي غونډه ترسره کوي.

د دې شورا مرستیال عطاالرحمن سلیم ازادي راډیو ته وویل، په دې غونډه کې به د سولې عالي شورا د نوې مشرتابه د معرفي تر څنګ د سولې سټراټيژي هم وړاندې شي.

د سولې عالي شورا ویلي، د نوي مشرتابه د کار له پیل سره به د سولې هڅې چټکې شي.

XS
SM
MD
LG