د مشرانو جرګې غړو د یکشنبې د ورځې په عمومي غونډه کې د ځینو حکومتي چارواکو له خوا د سیاسي ائتلاف رامنځته کول د قانون خلاف عمل وګاڼه او وايي، هغه کسان چې ائتلاف يې جوړ کړی، باید له خپلو دولتي دندو استعفا ورکړي.
د دغې جرګې مشر فضل هادي مسلمیار وايي چې دا کار د غیر قانونيتوب ترڅنګ، یو اخلاقي شرم هم ګڼل کېږي.
ښاغلي مسلمیار زیاته کړه:
"د دغو چارواکو لپاره اخلاقي مشوره دا ده چې دا د شرم کار دی، دا چې خپله هم په حکومت کې دي او د حکومت پر ضد ائتلاف هم کوي، د شرم ځای دی، د قانون له اړخه هم سم کار نهدی، که د ائتلاف لیوالتیا لرئ، له خپلو دولتي دندو استعفا ورکړئ."
دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر لومړی مرستیال او د جنبش ګوند مشر عبدالرشید دوستم، د اجرائيه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق، د بهرنیو چارو وزیر او د جمعیت ګوند سرپرست صلاحالدین رباني او د بلخ والي عطا محمد نور په یوه ګډه ناسته کې چې په ترکیه کې ترسره شوه «د افغانستان ژغورنې» په نوم د یوه ائتلاف اعلان وکړ.
د دغه نوي ائتلاف جوړونکو پر ولسمشر اشرف غني د غیرقانوني اجرأتو او د سیاسي موافقې د ماتولو تور هم لګولی دی.
د ولسمشر د مطبوعاتي دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي ویلي چې د دولت لاس ته راوړنې او ناکامي د نوي ائتلاف په جوړونکو پورې هم اړه لري، ځکه په وینا يې یاد کسان هم پر لوړو دولتي پوستونو کار کوي.
د دغه ائتلاف د جوړولو خبره په داسې وخت کې کېږي چې د ولسمشر پر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د جوزجان پر پخواني والي احمد ایشچي د جنسي زورونې تورونه پورې دي او له څه مودې را په دېخوا په ترکیه کې استوګن دی.
د افغانستان لویې څارنوالۍ ویلي چې پر دوستم د لګېدلو تورونو په اړه څېړنې جریان لري.
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاحالدین رباني بیا په کابل کې د جوزا د ۱۰ مې له خونړۍ حملې او مظاهرو وروسته له حکومته وغوښتل چې د ملي امنیت سلاکار او لوړ پوړي امنیتي مسؤلین له دندو لېرې کړي، هغه غوښتنه چې د حکومت لهخوا ونه منل شوه.
د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال بیا په دې وروستیو کې رسنیو ته ویلي وو چې له څو میاشتو راهیسې له ولسمشر سره په لیدنه نهدی بریالی شوی.
د بلخ والي عطا محمد نور له دې وړاندې خبر ورکړی و چې د جمعیت ګوند د سهم د اخیستو په هدف يې له ولسمشر سره خبرې پیل کړي، خو تر دې دمه یې د نتیجو په اړه څه نه دي ویل شوي.
له بلهخوا یو شمېر سناتورانو د یکشنبې ورځې د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې وویل چې که دا ائتلاف د افغانستان او نظام په ګټه وي، باید ملاتړ يې وشي.
د دې سناتورانو له ډلې محیالدین منصف وايي چې که د دغه نوي ائتلاف جوړېدل د خلکو او نظام په ګټه نه وي، نو مخنیوی يې پکار دی.
ښاغلي منصف وویل:
"په دې کې شک نهشته چې که ائتلافونه د نظام په ګټه وي، نو ښه خبره ده او که د نظام په وړاندې د ستونزو د پیدا کېدو لپاره وي، نو بیا ښه کار نهدی او باید مخه يې ونیول شي، په ځانګړي ډول په دولت کې نور دولتونه جوړل هېڅ د زغم وړ نه دي."
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د جمعیت اسلامي ګوند یوه ویاند واقف حکیمې له ازادي راډيو سره په خبرو کې ویلي چې د د جمیعت، جنبش او وحدت اسلامي ګوندونو مسؤلینو یوازې د ائتلاف د رامنځته کېدو په اړه بحثونه کړي او تر اوسه په رسمي ډول هېڅ ډول ائتلاف نهدی رامنځته شوی.
د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد هم ویلي چې د افغانستان د ژغورنې لپاره د ائتلاف عالي شورا د نظام پر ضد نه ده جوړه شوې، بلکې د نظام د ملاتړ او د ملي یوالي لپاره به کار کوي.