د بغلان د ولایتي شورا ځیني غړي ادعا کوي چې په دغه ولایت کې د حزباسلامي د یوه قوماندان میرویس د کسانو د مېشت کېدو له امله، د بغلان د کرکر او دودکش د سکرو د کانونو د کېندلو چارې، له څو کلونو راهیسې په ټپه ولاړې دي.
د بغلان د ولایتي شورا غړي فیروزالدین ایماق ازادي راډیو ته وویل، د حزباسلامي د یوه قوماندان غړي، هره ورځ په غیر قانوني توګه د دغو کانونو ځینې برخې استخراجوي.
د ده په خبره هره ورځ له دغو کانونو څخه لږ تر لږه دوه موټره ګج، د حزباسلامي د غړیو لهخوا ایستل کېږي.
خو د دغه ولایت د ولایتي شورا بل غړی محمد حنیف کهګدای وايي، د کرکر او دودکش د کانونو کېندنه، په سیمه کې د حزباسلامي د غړو د موجودیت له امله درېدلې ده.
نوموړی وايي:
"د کرکر او دودکش کانونه د حزباسلامي په ولکه کې دي او د دغه حزب د یوه قوماندان میرویس د غړو لهخوا ساتل کېږي. دولت د دغو کانونو د ډبرو د سکرو د کېندلو توان نهلري. کله-کله د دغو کانونو ګچ د همدغو کسانو لهخوا ایستل کېږي، پیسې یې هم د حزباسلامي د غړو جېبونو ته لوېږي او دا یوه کره خبره ده."
د کرکر او دودکش د سکرو د ډبرو کانونه د بغلان ولایت د پلخمري ښار، په ختیځه سیمه کې پراته دي.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي چې د دغو کانونو د کېندلو تړونونه، له یو افغان شرکت سره شوي وو چې د کېندلو چارې یې په ۱۳۸۶ او ۱۳۹۵ کال کې په عملي توګه روانې وې.
دغه وزارت وايي، د ناامنیو له امله د دغو کانونو سیمه، د وسلهوالو مخالفینو لاس ته ورغلې خو هڅې کېږي چې سیمه له وسلهوالو مخالفینو بېرته راوګرځي او د کانونو کېندلیې پیل شي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي د دوشنبې په ورځ په دې ازادي راډیو ته وویل:
"په بغلان ولایت کې د کرکرو کان په غیر قانوني توګه نهکېندل کېږي، خو کېندلیې له دې امله ولاړ دي چې سیمه د مخالفینو په لاس کې ده. د وزارت مسؤلین له امنیتي ځواکونو سره په اړیکو کې دي چې د دغو کانونو کېندل، بیا پیل شي."
په ورته وخت کې په بغلان ولایت کې د حزباسلامي قوماندان میرویس ازادي رادیو ته وايي، دی اوس په بغلان ولایت کې د ۱۰۰۰ وسلهوالو مسؤلیت لري او د کرکر او دودکش کانونهیې د غړو په واک کې دي.
قوماندان میرویس وايي، د طالبانو د ګواښونو له املهیې په سیمه کې د خپلو پوستو شمېر، له درېیو څخه پنځه کړی دی.
د ده په خبره، هغه مهال به دولت ته د دغو کانونو د کېندلو اجازه ورکړي چې د سیمې د امینت ساتلو مسؤلیت دوی ته وسپاري.
دی زیاتوي:
"موږ له هېڅچا سره ستونزه نهلرو، موږ اوس له دولت سره ډز بندي کړې ده. د کانونو وزارت دې په کابل کې له حزباسلامي سره په اړیکه کې شي او موږ ته دې لارښوونه وکړي. موږ یوه خبره لرو او هغه دا چې د سیمې د امنیت مسؤلیت دې موږ ته وسپاري او دا له دې امله چې طالبان هڅه کوي، د پلخمري پر ساحې اغېز ولري. که طالبانو هغه سیمه ونیوله، نو دا سیمه تر ګواښ لاندې راځي. موږ امنیت ته ډېر پام کړی او که د کانونو وزارت هر وخت تصمیم ونیسي، موږ ورسره ستونزه نهلرو."
په ورته وخت کې د بغلان د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر، امیرګل حسینخېل د کرکر او دودکش د کانونو په سیمه کې د وسلهوالو مخالفینو شتون ردوي وايي چې سیمه د افغان امنیتي ځواکونو په واک کې ده.
د ده په خبره هغه شرکت چې د دغو کانونو د کېندلو تړونونه ورسره شوي، نهدی توانېدلی چې امنیتي امکانات ورته برابر کړي، له همدې امله د کانونو د کېندلو چارې درول شوې دي.
د ده په خبره هر کله چې د کانونو او پټرولیم وزارت وغواړي، امنیتي ځواکونه تیار دي چې امنیتیې خوندي کړي.
راپور: خان محمد سیند