مخکېني معلومات: برید ښايي په شاهین قول اردو د ډوډۍ خوړولو پر مهال وشي

د افغانستان استخباراتي بنسټونو د بلخ ولایت په ۲۰۹ شاهین قول اردو د جمعې ورځې د برید په اړه معلومات لرل او دغه معلومات د ياد قول اردو له مسؤلینو سره څو وارې شریک شوي هم وو.

يوې معتبرې امنیتي سرچینې د یکشنبې په ورځ د نوم نه‌ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې په دغو معلوماتو کې ان تر دې پورې هم ویل شوي وو چې برید ښايي د شاهین قول اردو د سرتېرو د ډوډۍ خوړلو په وخت کې وشي.

په ورته وخت کې يو شمېر پوځي کارپوهان وايي، ورته پخوانیو ترسره شویو حملو ته په کتو باید د شاهین قول اردو مسؤلینو د دغه برید د مخنیوي لپاره تدابیر نیولي وی.

له ډلې يې د کورنیو چارو وزارت پخواني مرستیال میرزا محمد يارمند د يکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د قول اردو مشرانو، ساتونکو او نوکریوالانو په دې برخه کې غفلت کړی.

د ده په خبره د قول اردو داخل ته د بریدګرو مخنیوي ناشونی نه‌و.

د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال میرزا محمد يارمند

نوموړی وايي:

"که يو کس له سل متري نه روان وی نو خپل رنجر یې باید درولی وی او خپل ټول امکانات او وسلې به‌یې په موټر کې اېښې وې او د يوې درېشۍ سره به نوکریوالۍ ته داخل شوي وی، نوکریوالۍ به هغوی په نښه کړي وی او له هغه وروسته چې په دې پوه شوي وی چې د قول اردو منسوبین دي، نو داخل ته به‌يې ورته اجازه ورکړې وی او هغه نه پرته باید په هماغه ځای کی تر هدف لاندې نیول شوی وی خو د قول اردو مشرانو، نوکریوالانو او د ګارنېزیون منسوبینو ټولو غفلت کړی."

د افغانستان د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې د جمعې په ورځ يو شمېر وسله‎والو طالبانو د ملي اردو د نقلیه وسایطو څخه په استفادې په دې پلمه چې ناروغ لري غوښتل‌يې چې شاهین قول اردو ته داخل شي.

د دغه وزارت د مسؤلینو په خبره کله چې د قول اردو په دروازه کې امنیتي ساتونکو غوښتل له هغوی نه وسلې واخلي دوی پرې برید وکړ او قول اردو ته ننوتل.

د شاهین قول اردو يوه مسؤل چې نه‌يې غوښتل نوم‌يې واخېستل شي ویلي چې په دغې پېښه کې نېږدې ۱۴۰ تنه وژل شوي او له ۶۰ زیات ټپيان دي.

د افغانستان د دفاع وزارت په خبره د دغې پېښې د څرنګوالي په اړه څېړنې پېل شوې دي.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري د يکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، که استخباراتي معلومات له پېښې وړاندې شاهین قول اردو ته رسېدلي وي نو دا موضوع به هم وڅېړل شي.

د هغه په خبره که د قول اردو مسؤلینو د دغو معلوماتو په تړاو بې‌پروايي کړې وي نو ورڅخه به پوښتنې ګروېږنې وشي.

ښاغلي وزیري زیاته کړه:

"دوه درې کمېسیونونه جوړ شوي او د مسئلې په اړه به څېړنې او پوښتنې وکړي، په هره برخه کې چې څوک مسؤل وي او يا يې غفلت کړی وي څېړنې ترې کېږي او دغه کسان تشخیص کېږي او ممکن ورته سخته سزا ورکړل شي."

په ۲۰۹ شاهین قول اردو باندې برید په ولسي جرګه کې د خلکو د استازو غُصه هم راپارولې.

د ولسي جرګي منشي عبدالقادر ځاځي د يکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د دغې جرګې د کمېسیونونو د مشرانو د پرېکړې له مخې د دفاع وزیر، لوی درستیز، د شاهین قول اردو قوماندان او د کشفي او استخباراتي بنسټونو مسؤلین د ولسي جرګې د چهارشنبې ورځې عمومي غونډې ته استجواب شوي دي.

د هغه په خبره، که د يادې پېښې په تړاو د مسؤلینو ځوابونه د ولسي جرګې د استازو قناعت ترلاسه نه‌کړي نو په بل قدم کې به لومړۍ درجه امنیتي او دفاعي مسؤلین استیضاح شي.

راپور: واصل وصال