د افغانستان د ولسي جرګې د بشري حقونو او ښځو چارو کمېسیون رئیسې غور ولایت ته د سفر پر مهال وویل چې د دې ولایت سیمهییزه اداره د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي او د قضیو د بررسۍ په برخه کې د پام وړ اقدامات نهدي کړي.
د غور سیمهییزه اداره د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د پېښو په مخنیوي کې د نارینهو په پلوي عمل کوي او په دې برخه کې د قتل، سوځولو او سنګسار پېښې تر اوسه نهدي څېړل شوي.
دا هغه موارد دي چې د ولسې جرګې د ښځو او بشري حقونو کمېسیون غور ولایت ته د خپل سفر پر مهال د څېړنې په نتیجه کې موندلي دي.
د دې کمېسیون رئسیې فوزیې کوفي د چهارشنبې په ورځ د غور له سفره د راستنېدو پر مهال وویل د دې ولایت زیاتره دولتي ادارې د ښځو د اړوند دوسیو د څېړلو په برخه کې د نارینهو خوا نیسي.
نوموړې زیاته کړه:
"غور ولایت یو له هغو ولایتونو څخه دی چې بشري حقونه په خاص ډول د ښځو حقونه پهکې په وروستیو کلونو کې تر پښو لاندې کېږي او ډېره دردونکې دا ده هغه څوک چې په دې پېښو کې لاس لري له بدهمرغه قانوني سزا نهورکول کېږي او زورواکان په دې کې مستقیماً دخیل دي او حتی زیاتره وخت خو همدوی مجرمین له زندانونو په ضمانت خوشې کوي."
په دې وروستیو کې په غور کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د ډېرو پېښو خبرونه خپرېږي.
قتل، سنګسار، جبري ودونه او حتی په اور سوځول هغه ستونزې دي چې د دې ولایت مېرمنې ورسره لاس او ګرېوان دي.
د ولسي جرګې یو شمېر غړي چې دې ولایت تهيې سفر کړی وايي، تر اوسه هم د رخشانې د سنګسار د دوسیې تر څنګ د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي زیاتره پېښې نهدي څېړل شوي.
که څه هم د دې ولایت یو شمېر سیمې د دولت د مخالفینو تر ګواښ لاندې دي، خو امنیتي ځواکونو ته د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د پېښو زیاتېدل لوی سرخوږی دی.
په زانګو کې کوژدنه، د یوې کوژده شوې ماشومې د ژوند کیسه
غور کې یو سپین ږیري سړي له ۶ کلنې نجلۍ سره واده کړی
د غور ولایت امنیه قوماندان مصطفی محسني له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل په تېر یو کال کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي څه باندې سل پېښې ثبت شوې دي.
نوموړي زیاته کړه:
"د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي پېښې د تېر کال په نسبت سږ کال ډېرې زیاتې شوي تقریباً ۱۱۸ پېښې لرو چې ۱۰۸ پېښو ته رسېدنه شوې او لس قضیو ته رسېدنه نهده شوې چې شپږ يې د مخالفینو تر ولکې لاندې سیمو کې دي او د څلورو نورو پېښو عاملین تښتېدلي چې پولیسيې د نیولو په هڅه کې دي."
- غور کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي پېښو زیاتېدو دلیل څه دی؟
د دغه ولایت د ښځو چارو رئیسه معصومه انوري يې په اړه ازادي راډيو ته وايي:
"د غور پر خلکو تر اوسه هم ناسم رواجونه حاکم دي، په دې برخه کې چې کومې پېښې اوس کېږي، دا د لسو او پنځلسو کلونو پخوانۍ مسئلې دي، داسې چې یو شمېر ښځې همغه وخت په نکاح شوي خو اوس چې په خپل حق پوهېږي چې رسېدنه ورته نهکېږي یو شمېر يې خپله لاس په کار کېږي او یو شمېر نورې يې د عدالت غوښتنه کوي چې په وړاندې يې غبرګون پیدا کېږي."
له دې وړاندې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ډېر کله ټینګار کړی چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د پېښو د مخنیوي په برخه کې امنیتي ځواکونه هلې ځلې کوي.
له دې ټولو سره سره د ولسي جرګې د بشري حقونو او ښځو چارو کمېسیون رئیسې فوزیه کوفي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې د غور ولایت د ښځو ستونزې به په کابل کې مسؤلو ادارو سره شریکي کړي.
راپور: اکرامالله اکرام