د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، په جګړه کې د ماشومانو برخه اخیستل دا کمېسیون اندېښمن کړی دی.
له دې سره جوخت چې د یونېسف لهخوا په جنګ کې له ماشومانو نه پر ګټې اخیستنې اندېښنه وښودل شوه د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له افغان حکومته غواړي چې د ماشومانو ژوند خوندي کړي.
د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند بلال صدیقي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د جګړې په میدانونو کې له ماشومانو ګټه اخیستنه بشري جنایت دی او باید مخهیې ونیول شي.
صدیقي وویل، د جکړو په لیکو کې د ماشومانو د ګمارلو په هکله باید د پاریس د غونډې پرېکړې عملي شي.
نوموړي زیاته کړه:
"د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د جګړې په میدانونو کې د ماشومانو له حضور او قربانیو څخه اندېښنه لري، د ماشومانو د خوندیتوب په برخه کې د حکومت اقدامات بسنه نهکوي، افغان دولت باید په دې برخه کې عملي اقدامات وکړي څو موږ د جګړې په میدانونو کې د ماشومانو د نهموجودیت شاهدان واوسو."
د سې شنبې په ورځ د افغانستان په ګډون د بېلابېلو هېوادونو استازي د پاریس په لسمه غونډه کې راغونډ شوي و څو په وسلهوالو شخړو کې د ماشومانو د استخدام د مخنیوي پر لارو چارو بحث وکړي.
په کابل کې د یونېسف دفتر د همدې ناستې سره هممهاله د یوې خپرپاڼې په خپرولو سره که څه هم په دې برخه کې د افغان حکومت هڅې ستایلي، خو د جګړې په لیکو کې یې د ۱۲۰۰ ماشومانو موجودیت او په جګړو کې د دوی مرګ ژوبله د اندېښنې وړ بللې ده.
یونېسف له افغان حکومت څخه غوښتي چې په جګړو کې له ماشومانو څخه د نه استفادې ترڅنګ د دوی د مرګ ژوبلې مخه هم ونیسي.
بېدار: د وسلهوالو مخالفینو په لیکو د ماشومانو شتون د اندېښنې وړ دی
امید میثم.
په همدې حال کې د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم د جګړو په لیکو کې له ماشومانو څخه د استفادې په اړه د څرګندو شویو اندېښنو په ځواب کې وایي:
"له شک پرته دا موږ د نړیوالو معیارونو خلاف کړنه بولو او افغان حکومت دې ته ژمن دی چې د جګړې په لیکو کې له ماشومانو څخه استفاده ونهشي، د حکومت جدي هڅو ته په کتو اوس موږ د جګړې په لیکو کې د ماشومانو د موجودیت شاهد نهیو."
که څه هم د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي چې د حکومت د هڅو له کبله دا مهال د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې ماشومان نهشته خو د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون لاهم په دې اړه اندېښمن دی.
فارن پالېسي: افغان ځواکونه له ماشومانو د سرتېرو په توګه کار اخلي
بېدار: سیمهییزو پولیسو او ولسي پاڅونونو کې لاهم ماشومان شته
مینهپال: په امنیتي لیکو کې د کم عمره ځوانانو شتون څېړل کېږي
د دې کمېسیون مسؤلین وایي، تر هغې چې د بشري حقونو ټول قواعد د جګړې د ښکېلو غاړو له لوري مراعات نهشي او حکومت په دې برخه کې جدي نهوي نو دا وېره شته چې د جګړې په لیکو کې له ماشومانو ګټه اخیستنه زیاته شي.
راپور: اکرامالله اکرام