د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۵

یونېسف: تېرو ۱۰ کلونو کې د نړۍ ۶۵۰۰۰ ماشومان له وسله‌والو ژغورل شوي


یونېسف يا د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو اداره وايي، د تېرو لسو کلونو په اوږدو کې په ټوله نړۍ کې ۶۵۰۰۰ ماشومان د وسله‌والو ځواکونو او وسله‌والو ډلو څخه ژغورل شوي چې غوښتل‌يې دغه ماشومان استخدام کړي.

د ۲۰۰۷ میلادي کال په فبرورۍ مياشت کې په پاريس کې د يوه نړیوال کنفرانس پر مهال د پاريس ژمنو په نوم له وسله‌والو ډلو څخه د کوچنیانو د ژغورلو په مقصد د نړيوالو اصولو او کړنلارو په اړه موافقه وشوه.

د پاریس د ژمنو د لسمې کلیزې لمانځلو په مناسبت د يادې غونډې مشرانو د سې شنبې په ورځ یو ځل بیا وغوښتل چې ماشومان بايد په جګړو کې ښکېل نه‌کړای شي.

د پاریس په کنفرانس کې د افغانستان په ګډون یو سل او پنځه هېوادونه برخه اخلي.

د یونېسف عمومی رئيس انتوني لیک وایي:

"لس کاله وړاندی نړیوالو د ماشومانو لپاره ژمنه وکړه او د هغو ژمنو په عملي کولو سره له ۶۵۰۰۰ کوچنیانو سره مرسته شوې چې د يوه نوي او ښه ژوند د بيا پيلولو فرصت ولري."

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې په يوه اعلامیه کې ويلي چې افغانستان په هغو هېوادونو کې شامل دی چې د کوچنیانو د ژوند په تغيیر او هغوی ته د ښه چاپېريال رامنځته کولو په برخه کې يې پرمختګ کړی دی.

اعلاميه په افغانستان کې د ماشومانو د ژغورلو په برخه کې هغو ګامونو ته اشاره کوي چې د څو کلونو په اوږدو کې عملي شوي دي.

د بېلګې په توګه په ۲۰۱۱ میلادي کال کې افغانستان په دې اړه کاري پلان لاسليک کړ، په ۲۰۱۴ میلادي کال کې يې د افغان امنیتي ځواکونو له‌خوا د ماشومانو د استخدام د مخنیوي پلان لاسليک کړ، په ۲۰۱۵ کال کې يې د عمر د ارزونې د ملي لارښود تائید وکړ او د ۲۰۱۵ کال په فبرورۍ مياشت کې يې د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو له‌خوا د قانون په عملي کېدو سره په امنیتي ځواکونو کې د کم عمره کوچنيانو ګمارل جرم وباله.

په افغانستان کې د یونېسف استازي ادیل خضر د پاریس په کنفرانس کې د افغانستان د استازي ګډون وستايه او ویې غوښتل چې د ماشومانو د خونديتوب لپاره بايد نور جدي ګامونه هم پورته شي.

د يونېسف د معلوماتو له مخې په ۲۰۱۶ کال کې ملګرو ملتونو راپور ترلاسه کړ چې تر ۱۲۰۰ ډېر ماشومان په جګړو کې په دندو ګمارل شوي دي.

په ۲۰۱۶ کال کې ۳۵۲۱ ماشومانو په جګړو کې تلفات لیدلي چی له دې ډلې ۹۲۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲۵۸۹ کسان‌يې ټپيان شوي دي.

دا شمېر د ۲۰۱۵ کال په پرتله ۲۴ فیصده زياتوالی ښيي.

د همدې ادارې د معلوماتو له مخې په افغانستان کې د جګړې د ښکېلو خواوو له لاسه پنځوس فيصده کوچنیانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده او په چاودنو کې ۸۴ فيصده ماشومان قرباني شوي دي.

د پاریس نړیوال کنفرانس هدف په جګړه کې د ماشومانو خونديتوب او د هغو لارو چارو لټول دی چې دا فعالیت په نړۍ کې نور هم پراخ کړي.

XS
SM
MD
LG