د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۲

مینه پال: په امنیتي لیکو کې د کم عمره ځوانانو شتون څېړل کېږي


افغان حکومت په امنیتي لیکو کې د زلمکیو یا نویو ځوانانو د شتون په اړه څېړنه کوي.

د ولسمشر غني د ویاند مرستیال دواخان مینه پال وايي، حکومت ژمن دی چې په امنیتي لیکو کې د کم عمره ځوانانو د استخدام مخه ونیسي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم د جګړې په میدانونو کې د زلمکیو د شتون موضوع د اندېښنې وړ ګڼي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې ولسمشر غني د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د کم عمره ځوانانو د شتون د معلومولو په هدف د څېړنو امر کړی دی.

د ولسمشر غني د ویاند مرستیال دواخان مینه پال د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په ځینو مواردو کې د سیمه ییزو پولیسو په لیکو کې زلمکي یا کم عمره ځوانان لیدل شوي، خو حکومت ژمن دی چې د ملي او نړیوالو اصولو سره سم په امنیتي ځواکونو کې د کم عمره ځوانانو د نیولو یا استخدام مخه ډب کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"ولسمشر ټولو امنیتي ارګانونو ته هدایت ورکړی چې په ټول افغانستان کې دغه ستونزه وڅېړي او ورسته یو مفصل راپور ولسمشر ته وړاندې کړي، د افغانستان حکومت په هیڅ صورت هیڅ ارګان ته اجازه نه ورکوي چې کم عمره ځوانان او ماشومان دې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې استخدام شي."

په دې ورستیو کې د بشر د حقونو د څارونکو نړیوال سازمان یا "هیومن رایست واچ" ویلي چې، افغان حکومت د پوځي ډوله ډلو په لیکو کې د کم عمره ځوانانو د جذب په مخنیوي پاتې راغلی دی.

دغه سازمان ویلي چې د دغه هېواد د سیمه ییزو پولیسو په لیکو کې د کم عمر ځوانان ګمارل شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ د انسان د قاچاق په برخه کې په خپل کلني راپور کې د هغو هېوادونو لست هم خپور کړ کوم چې په کې ماشومان د جګړې لپاره استخدامېږي.

خو په دغه راپور کې د افغانستان نوم د هغه هېوادونو د لست څخه وایستل شوی وو کوم چې ماشومان د جګړې لپاره استخداموي.

په ورته وخت کې د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند رفیع الله بېدار وايي، که څه هم د پخوا په پرتله په پوځي ډوله لیکو کې د ماشومانو نیول کم شوي خو لا هم په دغو لیکو کې د دوی شتون د اندېښنې وړ دی.

د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند رفیع الله بېدار
د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند رفیع الله بېدار

هغه زیاته کړه:

"د افغانستان د بشري د حقونو خپلواک کمېسیون په دې برخه کې لومړی خپل غږ پورته کړی، هم په سیمه ییزو پولیسو او د ولسي پاڅونکوونکو په لیکو کې کم عمره ځوانان یا ماشومان موجود دي، نو باید د دولت د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د دغه عمر کسان موجود نه وي."

د ماشومانو او ځلمکیو د حقونو یو شمېر کارپوهان وايي چې په پوځي لیکو کې د ماشومانو او کم عمره ځوانانو استخدامول د بشري حقونو نه مراعاتول او حتا جنګي جنایت دی.

د دغو کارپوهانو له ډلې ډاکټر محب زغم ازادي راډیو ته وویل چې دغه مساله که له یو خوا د نړیوالو قوانینو خلاف کار دی له بله پلوه د یادو کسانو په روحیه هم ناسم اغېز لري او په راتلونکې کې ترې په تاوتریخوالي روږدي او د ټولنې د تمې خلاف کسان جوړېدای شي.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG