د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۳

فارن پالیسي: افغان ځواکونه له ماشومانو د سرتېرو په توګه کار اخلي


افغان ځواکونه له ماشومانو د سرتېرو په توګه کار اخلي او امریکا هم ورته تر اوسه پیسې ورکوي، فارن پالیسي خپرونه تر دې سرلیک لاندې په یوه مطلب کې لیکي:

د افغانستان حکومت ژمنه کړې چې د دې کارمخه به نیسي او د امریکا حکومت هم د خپلو قوانینو په اساس هغو هېوادونو ته د مالي مرستو له ورکولو منع کړای شوی چې ماشومان استخداموي خو له دې سره سره ولې متحده ایالات بیا هم هغوی ته شاوخوا ۴۷۰ میلیون ډالر ورکوي؟

فارن پالیسي لیکي:

د ملګرو ملتونو څېړونکو دا موندلې چې تېر کال په افغانستان کې ۴۸ سرتېري ماشومان ګومارل شوي و.

د دوی له نیمایي برخې زیات یې د ملي اردو او د ملي او سیمه ییزو پولیسو په چوکاټ کې په دندو بوخت و خو د خپرونې په وینا دغه خبر پر واشنګټن هیڅ ډول اغېز ونه کړ.

د فارن پالیسي خپرونه وړاندې لیکي:

په هغه کلني راپور کې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جون په دېرشمه خپور کړ، د هغو لسو هېوادونو په ډله کې چې له ماشومانو د سرتېرو په توګه کار اخلي، د افغانستان نوم نه و راغلی، د هغه هېواد چې ملګرو ملتونو بیا په خپل مخکیني راپور کې چې له هغه یې دوه میاشتې مخکې خپور کړې و، افغانستان هغه هېواد بللی و چې په دوامدار ډول له ماشومانو د سرتېرو په توګه کار اخلي.

د فارن پالیسي په وینا د دغه اختلاف یو عامل ښایي دا وي چې قانون څه ډول تعبیریږي خو تر هرڅه زیات هغه په نړیوالو سیاستونو پورې تړلی دی.

د خپرونې په وینا د هغه قانون له مخې چې په ۲۰۰۸ کال کې په متحدو ایالتونو کې نافذ شوی، واشنګټن نه شي کولای هغو هېوادونو ته چې په خپلو ځواکونو کې ماشومان سرتیري ګوماري، پوځي وسایل یا وسلې ورکړي خو د ولسمشر بارک اوباما اداره ټینګار کوي چې دغه قانون پر افغانستان نه عملي کیږي ځکه د دې هېواد سیمه ییز پولیس چې له ماشومانو کار اخلي او د کارپوهانو په وینا هغوی د ملیشو په توګه فعالیت کوي، د وسله والو ځواکونو یوه برخه نه ده.

پبلیک انټګریټي:

پبلیک انټګریټي خپرونې هم پردې موضوع یوه لیکنه خپره کړې او لیکي، کارپوهان وایي چې امریکا نه غواړي دا ومني چې افغانستان ماشوم سرتیري استخداموي.

د خپرونې په وینا افغان ولسمشر اشرف غني په ۲۰۱۵ کال یو فرمان صادر کړ چې د سرتېرو په توګه د ماشومانو ګومارل جنایت بولي خو د کارپوهانو په وینا دغه ستونزه تراوسه شته.

د خپرونې په وینا د ملګروملتونو د وروستي راپور له مخې افغانستان د هغو هېوادونو په کتار کې چې له ماشومانو د سرتېرو په توګه کار اخلي، څوارلسم ځای خپل کړی او لیکي:

په دې هېواد کې تېر کال د وړم کال په پرتله د هغو ماشومانو شمېر چې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې ګومارل شوي، دوه چنده زیات شوی دی.

XS
SM
MD
LG