د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۶

احمدزی: په جنګ کې ښکیلې خواوې دې د ماشومانو له کارولو ډډه وکړي


شمس الله احمدزی
شمس الله احمدزی

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د امنیتي ځواکونو او وسله والو مخالفینو په لیکو کې د اتلسو کلونو څخه د کم عمره ځوانانو له استخدامه اندیښمن دی.

د بشري حقونو کمیسیون غړي وايي چې دا کار د ماشومانو حقونه پایمالوي او په اوږده مهال کې بدې پایلې لري.

د کورنیو چارو وزارت وايي، ممکن په یو شمېر مواردو کې دا ستونزه لیدل شوي وي خو په ټوله کې اوس دا ستونزه حل او شرایط یې سخت کړي دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د جنګ لیکو ته د ماشومانو استخدام د ټولو نړېوالو معیارونو خلاف عمل بولي.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د سیمه ییز دفترمسول شمس الله احمدزي د پنجشنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې د جنګ له ټولو ښکیلو خواوو څخه وغوښتل چې د نظامي اهدافو لپاره د ماشومانو له کارولو ډډه وکړي.

هغه وايي، چې د سیمه ییزو پولیسو په لیکو کې دا مساله ممکن ډيره وي او د ده په وینا چې ځيني شواهد ښيي وسله وال مخالفین هم په نظامي عملیاتو کې له ماشومانو ګټه اخلي.

(د وسله والو قوتونو په لیکو کې د ماشومانو استخدام د بشري حقونو د ټولو اصولو خلاف کار دی، مخالفین، دولت او هر بل څوک چې د ماشومانو څخه استفاده کوي ورڅخه زموږ غوښتنه دا ده چې د ماشومانو له استخدامه ډډه وکړي ځکه په دغه سن کې دوی زده کړو ته اړتیا لري نه جګړو ته.)

دا اندیښنې د هغو راپورونو له خپریدو وروسته څرګندیږي چې ګویا وسله وال طالبان د خپلو لیکو د لا پیاوړي کیدو لپاره ماشومان استخداموي او د انتحاري حملو لپاره له همدوی ګټه اخلي.

په دې وروستیو کې د دغه ډلې مشر ملا اختر منصور د یوه غږیز پیغام له لارې هم خپلو پلویانو ته دا موضوع یاده کړې او ورڅخه یې غوښتي چې په خپلو لیکو کې د کم عمره کسانو له استخدامه ډډه وکړي.

له دې وړاندې د بشري حقونو ملاتړو یو شمېر ادارو او ملګرو ملتونو هم په جنګي فعالیتونو کې د اتلس کلونو څخه د کم عمره کسانو له شتونه خبرداری ورکړی وو.

د ملګرو ملتونو یو راپور چې دری میاشتې وړاندې خپور شوی ښيي چې په افغانستان کې د ماشومانو له عمده ستونزو څخه یوه یې دا ده چې په کم عمر کې جنګي لیکو ته جذبیږي.

د ملګروملتونو په یوه بل راپور کې راغلي چې په ۲۰۱۳ میلادي کال کې اته لسو کلونو ته نارسیدلي شاوخوا سل ماشومان د امنیتي ځواکونو په لیکو کې جذب شوي وو.

یونیسیف یا د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو وجهي صندوق په شخړو کې د ماشومانو څخه استفاده اوس هم یوه جدي انديښنه ګڼي.

په افغانستان کې د دغې ادارې ویاند سید معروف همدرد له ازادي راډيو سره په خبرو کې په ټولو خواوو غږ وکړ چې ماشومان په خپلو لیکو کې جذب نه کړي.

(هر اړخ چې د ماشومانو څخه ګټه اخلي او د خپلو لیکو د پیاوړي کیدو لپاره یې جذبوي یونیسف یې په اړه اندیښنه لري او په ټولو ښکیلو خواوو غږ کوي چې د ماشومانو حقوق په پام کې ونیسی او د جګړو په لیکو کې یې استخدام بند کړی.)

خو له دې ټولو اندیښنو، غوښتونو او هیلو سره د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې له مسلسل کار او شرایطو له سم تطبیق وروسته اوس دا ستونزه حل شوې او له عمره کم کسان خپلو لیکو ته نه جذبوي.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل.

(د ملي پولیسو او محلي پولیسو کې د کم عمر مساله حل شوې او اوس مهال هغو پروګرامونو چې موږ په څو تیرو کلونو کې درلودل او عملي مو کړه دې ته زمینه ډیره محدوده شوي چې څوک دې د سن له پوره کیدو مخکې پولیسو ته راشي.)

ښاغلی صدیقي وايي، چې که څوک په دې اړه شکایت او اسناد لري چې په سیمو کې یې له اتلس کلونو څخه د کم عمر ځوانان په یو نه یو ډول پولیسو ته داخل شوي دوی به یې شکایتونو ته رسیده ګي وکړي.

د ماشومانو څخه هر ډول ناوړه استفاد، د امنیتي ځواکونو او وسله والو مخالفینو په لیکو کې د هغوی جذب په ټولو ملي او نړیوالو قوانینو کې جرم ګڼل کیږي.

په اوس وخت کې افغان حکومت ژمنه کړي چې د ماشومانو حقونو ته به پاملرنه کوي او د اته لسو څخه د کم عمر کسان به د امنیتي ځواکونو په لیکو کې نه جذبوي.

یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG