افغان حکومت د انسانانو د قاچاق د مخنیوي لپاره د سیمې او نړۍ د یوې ګډې پالیسۍ په جوړولو ټينګار کوي.
دا څرګندونې داسې مهال کیږي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل کلني راپور کې افغانستان د انساني قاچاقو د مقصد او ټرانزیټي مسیر سرچینه بللي ده.
د افغانستان اجراییه ریاست د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د کلني راپور په غبرګون کې وايي چې هېواد یې د انسانانو د قاچاق سرچینه نه ده او د هغې د ټرانزیټ موضوع هم د سیمې او نړۍ هېوادونو اړوند ګرځي.
د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال جاوېد فیصل د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د انسانانو قاچاق د مخنيوي لپاره اړتیا ده چې د سیمې او نړۍ په کچه یوه ګډه پالیسي جوړه شي.
د ښاغلي فیصل په باور له هغې پرته یوازې د افغانستان هڅې به په دې برخه کې نتیجه ورنه کړي
هغه زیاته کړه:
"افغانستان د انسانانو د قاچاق سرچینه نه ده او د هغې ټرانزیټ یو بحث دی چې د سیمې او نړی د هېوادونو اړوند ګرځي، د انسانانو قاچاق د افغاني او انساني ارزښتونو خلاف کار دی او افغان حکومت یې پر وړاندې مبارزه کوي خو د هغې د له منځه وړلو لپاره اړتیا ده چې ګډه پالیسي جوړه شي."
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په تازه خپور شوي کلني راپور کې راغلي چې افغانستان د ټرانزیټي مسیر او د انساني قاچاق د مقصد سرچینه ده.
په همدې ډول په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د قاچاق تر ټولو ډېر قربانیان ماشومان دي چې ورڅخه په سوال غوښتنه، جنسي سوداګري، د غالیو او خښتو جوړولو په فابریکو، نشه یې موادو په قاچاق او ځينې نورو مواردو کې د افغانستان د ننه، اروپا او جنوبي اسیا هېوادونو کې استفاده کېږي.
پنځه میاشتې وړاندې د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت وویل چې ډیر افغان ماشومان د اقتصادي کمزورۍ او د عامه پوهاي د کموالي له کبله درانه کارونه کوي او په همدې ډول بهرنیو هېوادونو ته قاچاق کیږي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي اړتیاده چې د ملي یووالي حکومت د انسانانو د قاچاق عوامل پيدا او د لمنځه وړلو لپاره یې هڅې وکړي.
د بشري حقونو د ساحوي دفتر رییس شمس الله احمدزي وویل:
شمس الله احمدزی
"د دغه جرمونو د عواملو د پیژندنې او لمنځه تلو په برخه کې باید حکومت هڅې وکړي، خلکو ته باید کاري فرصتونه رامنځته کړي، د سرحدونو د امنیت د خوندیتوب په برخه کې باید عمل وکړي او یا هغه کسان چې عملاً په دغه جرم یعنې د انسانانو قاچاق کوي قانوني او چلند ورسره وکړي څو د جرمونو په کچه کې کموالی راشي."
په همدې حال کې په افغانستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان هم ټینګار کوي چې باید په افغانستان کې د انسانانو د قاچاق مخه ونیول شي.
د دغه سازمان د عامه اړیکو مسول ازادي راډیو ته وویل چې حکومت کولای شي د سختو اقداماتو په ترسره کولو په افغانستان کې د قاچاقبرانو د فعالیت ساحه محدوده کړي.
راپور: یوسف خان ځدراڼ