د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۶

انټرپول د ۱۰ انساني قاچاقچیانو په موندلو کې له خلکو مرسته غوښتې


انټرپول د لسو انساني قاچاق وړونکو په موندلو کې له خلکو مرسته غوښتې ده.دا کم ساری اقدام چې د پنجشنبې په ورځ وشو، څرګندوي چې له جګړې او بې وزلۍ تښتېدو ته د تشويقوونکو نيول څومره ستونزمن کار دی.

د انټرپول له خوا تر څار لاندې لس انساني قاچاق وړونکي له بېلابېلو هېوادونو دي چې په کې د رومانيا، افغانستان او اذربايجان وګړي شامل دي.

د اسوشېټېډ پريس خبري اژانس د راپور له مخې دا خبره په دې مانا ده چې د انساني قاچاق وړونکو شبکې پر لوړه کچه په ټوله نړۍ کې خپرې شوي.

د انټرپول له خوا له خلکو مرسته غوښتل په دې مانا دي چې د انساني قاچاق وړونکو شمېر ښايي دومره ډېر وي چې د لوړې کچې له مشرانو نيولې د بيړېو تر ماڼوګانو په کې لاس لري.

د انټرپول په مشرۍ د انفرا هايډرا د عملياتو پر مهال تر اوسه ۲۶ کسان نيول شوي.

د ۳۱ هېوادونو له خوا انټرپول د يو سل او اتيا کسانو د نیولو غوښتنه کړې ده.

د نړيوالو پوليسو يا انټرپول چې دفتر يې د فرانسې په ليون ښار کې دی، له خوا د پنجشنبې د ورځې اعلان شاوخوا یو کال وروسته له هغه کيږي چې په تر څلورويشتو پورې هېوادونو کې پلټنې وشوې او يو شمېر کسان ونيول شول.

په دغو نيول شوېو کې د مراکش يوه ډله هم شامله وه او پرې شک وو چې د سوريې وګړو ته يې د بلجيم تذکرې ورکړې وې او همدا راز د یوې البانيايي جنايت کارې ډلې غړي نیول شوي وو چې له پناه غوښتونکو يې د کس پر سر ۱۴ سوه يورو اخېستې چې په بیړۍ کې يې د انګلستان او فرانسې تر منځ تر انګليس چينل واړوي.

تېره مياشت د يوروپول او انټرپول یوه ګډ راپور اټکل کړی چې د نوي فيصده پناه غوښتونکو اروپايي اتحاديې هېوادونو ته سفر د قاچاق وړونکو له خوا ترتيب شوی وو. قاچاق وړونکو له کاله له پنځه څخه تر شپږ میليونه ګټه کړې.

د انټرپول له خوا په غوښتل شوېو کې د جان عبدالله په نوم یو افغان هم شامل دی چې خلکو ته يې بشپړه خدمات وړاندې کول. په دغو خدماتو کې جعلي اسناد، د لارښودلو کاغذونه او ټرانسپورټ هم شامل وو.

همداراز د تاج دين عليېف په نوم يو اذربايجانی کس د باکو هوايي ډګر د مسافرو د کنترول ريس وو. ده به خلکو ته د الوتکو جعلي ټکټونه ورکول.

د انټرپول د عملياتي ملاتړ او څېړنې ريس مایکل اوکونيل ويلي، تر څار لاندې جنايت کارو ډلو څخه يوه هم دومره کوچنۍ نه ده چې له پامه وغورځول شي.

يو بل بلغريايي هم تورن دی چې نهه افغانان يې له بلغاریه څخه اتريش ته بېول چې دوه کسه يې په هنګري کې د ټرک د چپه کېدو له کبله ووژل شول.

XS
SM
MD
LG