د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۲۴

"افغان کډوالو اروپا ته له ځان سره ۲ میلیارده ډالر ایستلي"


اروپا ته د افغانانو له غیر قانوني مهاجرتونو سره یوه زیاته اندازه پيسې هم په قاچاقي توګه د همدغو کډوالو له خوا ایستل شوي دي.

د افغانستان بانک وایي، تېر کال اروپا ته د افغانانو له غیر قانوني مهاجرتونو سره یوه زیاته اندازه پيسې هم په قاچاقي توګه د همدغو کډوالو له خوا ایستل شوي دي.

د افغانستان بانک وایي، د اټکل له مخې هغه پیسې چې افغان کډوالو په تېر یوه کال کې اروپا ته د غیر قانوني مهاجرتونو له لارې وړي، شاوخوا دوه میلیارډه ډالرو ته رسېږي.

د افغانستان بانک ویاند ایمل هاشور د شنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل، دغه اندازه پيسې له یوې خوا افغانستان ته له اقتصادي اړخه ضربه رسوي او له بلې خوا ډالرو ته د خلکو غوښتنه ډېروي.

ښاغلي هاشور وړاندې وویل:

"د افغانستان بانک هم داسي شمېرې تر لاسه کړي چې دوه لکه تر دوه لکه او پنځوس زره پوري افغانان بهر ته تللې دي، دوی خپل د سفر د لګښتونو لپاره عمدتاً ډالر تر لاسه کړي دي، که دغه ارقام په تخمیني توګه و وینو ښیې چې نېږدې دوه میلیارډه ډالره به د افغانستان له اقتصاده وتلي وي."

نوموړی همدا راز وایي چې د دغه اندازه پيسو ایستل په افغانستان کې د پانګونې فرصتونه را کموي.

د افغانستان بانک ویاند همدا رنګه وایي، بل زیان چې د پيسو ایستل یې لري هغه دا دی چې ډالرو ته تقاضا ډېرېږي چې دا په خپله د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د بیې پر لوړ والي تاثیر کوي.

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د تېر میلادي کال په ترڅ کې شاوخوا دوه لکه افغانان په غیر قانوني توګه اروپا ته تللي دي.

د ولسي جرګې د اقتصادي چارو د کمېسیون غړی شېر ولي وردګ وایي، له افغانستانه د پيسو ایستل د دغه هېواد د ضعیفه اقتصاد لپاره ناوړه زیانونه لري.

نوموړی په دې برخه کې د ملي وحدت حکومت مشران ملامت ګڼي او وایي:

"واقعاً هم د اقتصاد په لحاظ باندې زموږ وطن ته یوه لویه ضربه ده، د دې ټولو پړه د حکومت پر مشرانو ده چې په خپلو کې پر سیاسي کړکېچونو او تقسیماتو لګیا دي، ملت هم ځينې هېر دی، افغانستان هم ځينې هېر دی او د افغانستان اقتصادي وضعه هم ځينې هېره ده."

د راپورونو له مخې انساني قاچاق وړونکي اروپا ته د هر یوه کس د وړلو پر سر ۱۰۰ زره امریکایي ډالر غواړي.

د افغانستان حکومتي مشرانو په وار وار له خلکو غوښتي چې همدا پیسې په افغانستان کې و لګوي او له بې برخلیکه مهاجرتونو لاس واخلي.

راپور: محمد قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG